لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة الحجرات لنډه پيژندنه
سورة الحجرات د مصحف او تلاوت په اعتبار ۴۹ سورة دئ، چي د هجرت وروسته په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.
سورة الحجرات ۱۸ آية دئ، ۲ رکوع لري.
د دې مبارک سورة نوم د ۴ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِنْ وَرَاءِ الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ.
ژباړه: يقيناً هغه کسان چي ستا د حجرې (يعني کوټې) د باندي نارې در وهي (او را بولي دي)، د دوی اکثريت د عقل څخه کار نه اخلي (يعني د ادب خلاف کار دی).
حجرات - خوني، اوطاق يا هم کوټې ته ويل کېږي.
په سورة الحجرات کي اکثره موضوعات د اجتماعي اخلاقو په باب دي. او خطاب ئې هم اکثراً و مؤمينانو ته دئ.
په سورة الحجرات کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- اې مؤمينانو، د الله او د هغه تر رسول په هيڅ شي کي مخ ته مه ځئ.
۲- اې مؤمينانو، د الله د رسول ﷺ تر آواز مو خپل آواز مه پورته کوئ.
۳- د رسول الله ﷺ د اوطاق د باندي نارې مه ور وهئ، صبر ور ته وکئ چي خپله در ته راووځي.
۴- اې مؤمينانو، که يو فاسق د يو خبر سره در ته راغلئ، نو د اقدام کولو د مخه يو وار پلټنه وکئ، داسي نه چي په غلطي کي مو نورو ته آزار رسولی وي.
۵- د رسول الله ﷺ په وړاندي خپل دماغ او نظريات مه چلوئ.
۶- که د مؤمينانو دوې ډلي په جنګ کي اخته سي، نو تاسو ئې سوله ور وکئ.
۷- مؤمينان ټول سره وړونه دي، او خپل د وړونو په منځ کي صلح وکئ.
۸- اې مؤمينانو، يو په بل مسخرې مه کوي، او مه يو بل ته خراب لقبونه کاروئ.
۹- اې مؤمينانو، د ګناهونو څخه اجتناب (پرهيز) وکئ او يو د بل حال مه پلټئ (يعني جاسوسي مه کوئ). او مه هم يو د بل غيبت کوئ.
۱۰- الله تعالی انسانان د يوه نارينه او ښځي څخه پيدا کړي دي، او په ډلو و قومونو ئې وېشلي دي تر څو يو بل سره وپېژني. د الله تعالی په وړاندي افضله کس هغه څوک دئ چي متقي (پرهېزګاره) وي.
۱۱- اعراب (يعنی بيدوين يا د ليري پرتو سيمو خلګو) لا ايمان نه دئ راوړی، فقط اسلام ئې قبول کړی دئ.
۱۲- مؤمينان هغه کسان دي چي په الله تعالی او د هغه په رسول ﷺ ايمان راوړي او بيا هر ګز په شک کي نه وي ابتلاء، او د الله (رب العزة) په لار کي په خپل نفس او مال سره جهاد کوي.
۱۳- الله (عزوجل) ښه خبر دئ په ټولو شيانو، هغه که په آسمانونو کي دي او که په مځکه کي.
۱۴- دا د الله (سبحان و تعالی) احسان او انعام دئ چي تاسو ئې مسلمانان پيدا کړي ياست، او تاسو د اسلام قبلولو احسان پر الله تعالی مه ور اچوئ.
www.taleemulislam.net