یکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۲۸)
د خوښۍ په حالت کي دریا (دف) وهل:
د خوښۍ په حالت کي لکه نکاح، واده، اختر او نورو کي دریا (دف) وهل، چي نور د موسیقۍ آلات ورسره نه وي جائز ده لکه په (رواه البخاری خو شرائط لري.، ۲/ ۷۷۳/ ۴۹۵۳، باب الضرب دف فی النکاح والولیمة، رواه ابن ماجه: ۱۳۶)
په بحر الرائق کي راغلي دي: و فی الذخیرة وغیرها: لا بأس بضرب الدف فی العرس والولیمة والاعیاد.(البحر الرائق: ۷/ ۱۸۸، کتاب الکراهیة، فصل فی الاکل والشرب)
ژباړه: په واده، اخترو او نور خوشحالیو کي دریا وهل پروا نکوي.
په امداد الاحکام کي راغلي دي: په اخترو کي دومري اجازه سته چي دریا وواهل سي، په دې شرط چي غزل ویلو والا ښځه یا بې ږیري (لغړزنی) نه وي. (امداد الاحکام ۴/ ۳۷۵)
یادونه: ښځه و ښځو ته دریا وهلای سي، خو لغړزنی نر و ښځو او نارینه وو ته، یا ښځه و نارینه ؤ ته دریا نسي وهلای.
نور بیا...
www.taleemulislam.net