تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ښځه د بغل او تر نامه لاندي وریښتیان لیري...
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 8, 2024
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۱۴۴)
نوم: څو خویندي                          
                                                                                                       
  د اوسېدو ځاى(  هلمند  افغانستان)
 
سوال : ۱: ښځو لره په کرم ، ماشین او مختلفو درملو سره صفايي کول جواز لري  او که نه؟
 
۲: که څوک د پوره تدابیر او کوشش با وجود بیاهم کوم شرعي حکم نه سي اجراء کولای ایا دا شخص  په شریعت کي مأخذه دي او که نه؟
 
۳: آیا دښځو غسل هم بغیر د نیکر او لنګه څخه مکروه دی او که نه؟ 
 
۴: یوه ښځه، قابله او یا ډاکټره دوي کولای سي چی د زیږون پر مهال بلي ښځي ته وګوري یعني د ضرورت په وخت کي هم شرمګاه ته کتل حرام دی او که یا؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
۱: ښځه د بغل او نامه لاندي وریښتان دلیري کولو له پاره هر ډول کریم او نوري دواوی کارولای سي، دا ډول خریل ئې هم جائز دي، البته اوله طریقه دښځو له  پاره اولیت لري.
 
۲: غسل بی لنګه هم جائز دی چي څوک ئې نه ویني.
 
۳: انسان تر خپله وسه مکلف دی تر وس وتلی کار باندي انسان نه ماخوذه کیږي.
 
۴: قابلي ته دضرورت په مهال دښځي عورت ته کتل روا دي حتی شرمګاه ته لا هم.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): لا خلاف بين الفقهاء في أنه يستحب حلق العانة بالنسبة للرجل ، لأنه من الفطرة، وماالمرأة مستحب لها النتف عند الجمهور و اما حلق شعر الابط فجایرلمن شق علیه النتف والا فضل فیه النتف. الموسوعة: ج۱۸، ص۱۰۰، وزارة الاوقاف.
 
(۲): قیل یجوز ان یتجر للغسل وحده. طحطاوی: ص۵۷، قدیمي فصل آداب الاغتسال.
 
(۳): قال رسول الله صلی الله علیه وسلم  ان الله حیی ستیر یحب الحیاء والستر فاذا اغتسل احدکم و لیستتر. رواه ابوداود والنسائی. الفقه الحنفی: ج۱، ص۱۰۸.
 
(۴): قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ان الله تجاوز عن امتی الخطأ والنسیان وما  استکرهوا علیه. رواه البخاری: باب طلاق المکرهوالناسی عن ابی ذر.
 
(۵): و مدا واتها  ینظر الطبيب ( إلى موضع مرضها بقدر الضرورة ) إذ الضرورات تتقدر بقدرها وكذا نظر قابلة وختان. الدرمع الرد: ج۵، ص۲۶۲، رشیدیة.
 
 
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته