لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة الواقعة لنډه پېژنده
سورة الواقعة - د مصحف او تلاوت په اعتبار ۵۶ سورة دئ چي د هجرت ترمخه په مکة مکرمة کي نازل سوی دئ.
سورة الواقعة ۹۶ آية دئ او ۳ رکوع لري.
د دې سورة نوم د اول آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ.
ژباړه: کله چي واقعه پېښه سي (يعني کله چي د قيامت واقعات واقع سي).
واقعة - يعني پېښه يا حادثه.
په سورة الواقعة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- د قيامت د ورځي بيان.
۲- ټول انسانان به درې ډلي سي. د راسته طرف خلګ، د چپه طرف خلګ، او مخ ته (يا هم وړاندي) خلګ چي سابقون ور ته وايي.
۳- د نيکو خلګو له پاره جنتونه او په هغه کښي رنګارنګ نعمتونه دي.
۴- د دوږخ او اور خلګ به په عذاب کي وي او دوی ته به هيڅ نوع هوسايي نه وي.
۵- هر څه د الله تعالی له لوري نعمت دئ، چي موږ ته ئې راکړي دي تر څو شکر اداء کو.
۶- تسبيح (پاکي) بيان کئ د هغه رب چي ډېر عظيم (لوی) دئ.
www.taleemulislam.net