ژباړه: سمیع الله درانی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تخلیقي فکر
تخلیقي فکرونه هغه قوت دئ، چي په هغه سره انسان نوي نوي اختراعوي کوي او په خپل عملي ژوند کي ئې پر کار اچوي. متاسفانه زموږ په ټولنه کي نن تخلیقي استعدادوالا خلک رټل کیږي. هر چا ته داسي کسان خوند ورکوي، چي فرمانبردار وي، تابع وي، خپل کار پر وخت کوي، ډېري پوښتني نه کوي. خو د دې برعکس هغه کس ته خلک په بد نظر ګوري، چي پر خپله خبره ولاړ وي، پوښتني کوي. د یو بااختیار کس خبره من و عن نه قبلوي، په هره خبره کي فکر کوي. داسي ماشوم زموږ په ټولنه کي خلک نافرمانه بولي. استعدادوالا خلک په تعلیمي میدان کي هم رټل کیږي. د دوی حوصلې ماتوي. که یو طالبالعلم په امتحاني پارچه کي د سوال په جواب کي خپل نظر ولیکي، هغه ته استاد نمرې کمي ورکوي. په رسنیو کي هم د استعداد د تېزوالي پر ځای د ذهن د تېزوالي خبري کیږي. په مذهبي تعلیم ګاهو کي هم ماشومان مجبوره کیږي، چي قرآن حفظ کړي، خو دوی ته ئې په روزمره ژوند کي د استعمال طریقه نه ور ښول کیږي. موږ ماشومانو ته ترغیب ور کوو، چي اول نمره راسي، کامیابه سي، خو د کامیابۍ طریقه نه ور زده کوو. موږ په ادنا ناکامۍ سره مایوسه کیږو، خو د ناکامۍ بغیره پرمختګ او کامیابي هيڅ کله نه ممکنه ده.
په تخلیقي فکر کي درې مهم عناصر دي: یو جدیت دئ، بل د یو مسئلې د حلولو استعداد، بل د یو قابل قدر مقصد د حاصلولو صلاحیت درلودل دي.
تخلیقي فکروالا درلودونکي خلکو کي عموماً بعضي داسي عادات وي، چي د دې عادتو په وجه دوی له نورو څخه جلا معلومیږي. د رواني ناروغیو ماهرینو د پلټنو مطابق دغه خلک یواځيوالی خوښوي. د عمومي فکر پر ځای خپل فکر ته اهمیت ورکوي. پر نورو خلکو ډېر کم باور کوي. کوم خلک، چي دی پېژني، هغه دی ضدي او سرکښه بولي. د عوامو د خوشحالۍ خاص خیال نه ساتي. مستقل مزاجه وي. چي د یو کار اراده وکړي، ژر ئې پوره کوي. له مشکلاتو څخه نه بېریږي. نه مایوسه کیږي. که په مشکل وخت کي ئې ملګري یوازي هم پرېږدي، خو له خپلي خبري څخه نه اوړي، ثابتقدم پاته کیږي.
خو د دې مقابل کي عام خلک ارام ژوند خوښوي. د نورو خبرو ته اهمیت ورکوي. د ابهام او له تضاد څخه لیري ځغلي. ساده ژوند کوي. خو تخلیقي فکروالا سخت وي. په خبرو کي ئې نرمي نه وي. هغه په پېچل سوو، اړو، نامکملو، غیر متوازنو مسئلو کي فکر کوي. د هغوی په حلولو کي لطف او خوند محسوسوي. تخلیقي فکروالا خلک په اختراع سوي شي کي فکر نه کوي، بلکي د مخترع په عمل کي فکر کوي. هغه ته وده ور کوي. هغه په خپل فکر کي په عدم استحکام، شورش، اړودړو باندي نه وارخطا کیږي. تخلیقي فکروالا خلک په خپلو کمزوریو تر نورو خلکو ښه خبر وي. دوی پر خپلو ځانو باندي د مسخرو کولو څخه نه بېربږي. د دوی کورني مشکلات کم وي. داسي پلرونه خپلو اولادو ته داسي ماحول جوړوي، چي هغه هم د خپل فکر په وجه پرمختګ وکړي. نوي فکرونه ووهي. دوی داسي مکتب کي زدهکړي په کوي، چي هلته د استاد او شاګرد تر مابین تعلق دوستانه وي. د خښم پر ځای د پوښتنو او سوالونو ماحول جوړوي. په دې سره بیا دا ماشوم هم تخلیقي فکروالا جوړ سي.
د دې معلوماتو په رڼا کي تاسو په خپل ځان کي د تخلیقي فکر دپاره د څو خبرو خیال وساتئ: پر خپلو معلوماتو باندي ساتونکي مه دروئ، بلکي د خلکو سره ئې شریک کړئ. خپل فکر عام کړئ. که په ذهن کي یو سوال در وګرځېدی، هغه یو شیطاني وسوسه مه بولئ. مه ئې نظر انداز کوئ، بلکي پوښتنه وکړئ. په خپل ذهن کي داسي خیالاتو ته مشق ور کړئ، چي هغه سره متضاد وي. په ذهن کي د متضادو، اړو، نامکملو، پېچل سوو فکرو باندي مه وارخطا کېږئ. په خپل کور او ادارو کي داسي ماحول جوړ کړئ، چي تخلیقي فکر وده وکړئ. خلک وهڅوئ.
د تخلیقي فکر د ودي او پرمختګ دپاره ډېري طریقې سته، چي یوه طریقه ئې دا ده، چي تاسو یو مجلس جوړ کړئ، بیا په مجلس کي یو مسئله د حل دپاره وړاندي کړئ. اول پر دې خبره باندي مه بېرېږئ، چي دا حل ئې خیر دئ، که نه او په دې وجه هم خاموشه مه پاتېږئ، چي هسي نه زما پر نظر باندي نور خلک وخاندي، ځکه تاسو خو اوس مشق کوئ، تمرین کوئ. نو هر ملګری خپل نظر وړاندي کوي، چي بیا به په آينده کي دا عمل مجرب ثابت سي. هر یو به یو تخلیقي فکر ولري. په تخلیقي فکر کي د دې خبري خیال باید وساتل سي، چي د دین په معامله کي باید احتیاط وسي. له تاویلو څخه پرهېز وسي. لکه مخکي زمانه کي، چي باطنیان یوه ډله وه، تاویلونه ئې کول؛ ګمراه وه. اوس هم بعضي ډلي سته، چي په لمانځه، حج، روژه، زکوة، جهاد کي تاویلونه کوي. د ګمراهۍ تر پولي رسېدلی دئ.
www.taleemulislam.net