د سوال کونکي نوم : فريده نائبي
جواب : د بد نظر د مخنيوي له پاره شنې مرياني يا سره او زرغونه ګودړان ځړول يا سپلني دودول بلکل ناجايزه او بې فايدې کار دئ ، د بد نظر د مخنيوي له پاره پکار ده چي قرآني ايتونه او يا هم د جايز دمونو څخه کار واخستل سي .
په حديث کي راځي : عَنْ زَيْنَبَ ابْنَةِ أَبِي سَلَمَةَ عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم رَأَى فِي بَيْتِهَا جَارِيَةً فِي وَجْهِهَا سَفْعَةٌ فَقَالَ اسْتَرْقُوا لَهَا فَإِنَّ بِهَا النَّظْرَةَ. ( بخاري )
ژباړه : ام سلمة رضي الله عنهما وايي : نبي صلی الله عليه وسلم د دې په خونه کي يوه نجلۍ وليدله د هغې پر مخ ټپلي وه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل : د دې له پاره د دم تلاښ وکړئ يعني داسي څوک ورته پيدا کړئ چي دم پر وکړي ځکه دا نظر سوې ده .
د دې حديث څخه دا ثابتيږي چي د بد نظر دمخنيوي د پاره مختلف دمونه کېدلاى سي خو شرط دا دئ چي هغه قرآني ايتونه ، مسنوني دعاګاني يا نوري داسي ويناوي او کلمي وي چي هغه د معنا او مفهوم له مخي صحيح ويناوي وي .
د بد نظر د مخنيوي له پاره لاندي دم هم هر څوک پر خپلو ماشومانو کولاى سي، ځکه دا هغه دم دئ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم پر حسن او حسين رضي الله عنهما کاوه او ويل يې چي ابراهيم عليه السلام پر خپلو زامنو اسحاق او اسماعيل علیهما السلام همداسي دم کاوه :
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ، قَالَ : كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يُعَوِّذُ الْحَسَنَ وَالْحُسَيْنَ وَيَقُولُ إِنَّ أَبَاكُمَا كَانَ يُعَوِّذُ بِهَا إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّةِ مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ وَمِنْ كُلِّ عَيْنٍ لاَمَّةٍ. ( بخاري )
ژباړه : ابن عباس رضي الله عنهما وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم به د حسن او حسين د ساتني له پاره راتلونکى دم کاوه او ورته ويل يې : ستاسو پلار يعني لوړ نيکه ابراهيم عليه السلام په دغو کلماتو پر اسماعيل او اسحاق علیهم السلام دم کاوه : أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّةِ مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ وَمِنْ كُلِّ عَيْنٍ لاَمَّةٍ.
زه د الله جل جلاله په بشپړو کلماتو د هر شيطان او هر زهر لرونکي او هري ضرر رسونکي سترګي د شر څخه ځان ساتم .
د ابوداود او ترمذي په روايت کي بيا داسي راغلي دي :
أُعِيذُكُمَا بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّةِ مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ وَمِنْ كُلِّ عَيْنٍ لَامَّة .
په تفسير خازن کي د حسن بصري رحمة الله عليه څخه حکايت دئ وايي: څوک چي نظر سوئ وي نو د هغه دواء دا ده چي دا آيتونه پر وويل سي : وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ ، وَمَا هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِلْعَالَمِينَ (سورة القلم ايت ٥١_٥٢) والله اعلم
ماخذ: د تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه- د دارالافتاء څانګه