تازه سرليکونه
د (فتوا نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- په کم عمر کي نکاح کول څنګه ده؟
 
  March 1, 2012
  0

 سوال : په کم عمر کي نکاح کول دنارينه لپاره څه ډول ده. او د ۱۱ کالو انجوني واده کول د اسلام له نظره څه ډول کاردئ ، په اوسنۍ زمانه کي بايد يونارينه څه وخت واده وکړي؟


 د سوال کونکي نوم :   محمد کبير هاشمي

جواب : نابالغه هلک او نابالغه نجلۍ نه پخپله کولاى سي چي د يو چا سره نکاح وتړي او نه بل چا ته د خپلي نکاح وکالت ورکولاى سي ،ځکه چي د وړکتوب لکبله دوئ شرعا په ځان او مال کي د تصرف وړ او اهل نه بلل کيږي ، د نابالغه هلک او نابالغه نجلۍ د مال او د ځان د ساتني او د نکاح اختيار ولي لري او د ولايت ترتيب په لاندي ډول دئ : الولاية على النفس: تثبت للأقرب فالأقرب من العصبات (١) على الترتيب التالي:

١ - البنوة (الأبناء ثم أبناء الأبناء) فابن المجنون والمجنونة مثلاً يتولى شؤونهما الشخصية.
٢ - الأبوة (الآباء ثم الأجداد).
٣ ـ الأخوة (الإخوة ثم أبناء الإخوة).
٤ - العمومة (الأعمام ثم أبناء الأعمام).
وهذا هو ترتيب الإرث والولاية في الزواج،(الفقه الاسلامي و ادلته)

ژباړه : د يو چا پر نفس باندي ولايت په پلرنيو خپلوانو کي تر ټولو نژدې بيا ورپسې نژدې خپلوانو ته په لاندي ترتيب ثابتيږي :
اول زويتوب ( اول زامن وروسته لمسيان ) د ليوني او ليونۍ ښځي زوئ د مور او پلار د شخصي کارونو يعني د نکاح او نورو دا ډول کارونو ولايت او سرپرستي په غاړه لري
دوهم پلارتوب ( پلرونه وروسته نيکګان (د پلار پلار )
دريم ورورتوب (ورونه وروسته وراره گان )
څلورم اکاتوب ( اکاگان وروسته د اکا زامن )
د ولايت پورتنى ترتيب په ميراث او نکاح کي معتبر دئ .

د هر ولي د تصرف له پاره په شريعت کي حد او مرز ټاکل سوئ دئ  په لنډ ډول ويلاى سو چي د ولي تصرف به د نابالغه هلک او نابالغي نجلۍ د مصلحت او گټي پر بنسټ وي او د نابالغه هلک او نابالغي نجلۍ د نکاح په مسئله کي په لومړي ځل پلار ولي دئ او که يتيم وو نو بيا يې نيکه يعني د پلار پلار ولي دئ ، که ولي د نابالغه هلک او نابالغي نجلۍ په نکاح ورکولو کي د هغو مصلحت او گټه ليدله نو نکاح يې ور تړلاى سي .
بل داچي ځوانان بايد څه وخت واده وکړي او يا پيغلي نجوني څه مهال په نکاح ورکول کېږي ؟ د دې پوښتونو جواب به د پاک رسول صلی الله عليه وسلم د حديث څخه معلوم کړئ :
 
عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ » (رواه مسلم)
 
ژباړه : اې د ځوانانو ټولۍ ! په تاسو کي که څوک د واده کولو توان ولري نو واده دي وکړي ،ځکه چي د واده په کولو تر بل هر څه زيات د ناروا څخه نظر را ټيټيږي او تر بل هر څه زيات د زنا څخه د فرج ساتنه په کيږي او که څوک د واده توان و نه لري نو هغه دي روژې نيسي ، ځکه روژه د هغه د پاره خصيتوب يعني د شهوت را کمولو وسيله ده .

د پيغلو نجونو په هکله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :
 إذا خطب إليكم من ترضون دينه وخلقه فزوجوه إلا تفعلوا تكن فتنة في الأرض وفساد عريض (رواه الترمذي )
ژباړه : که تاسو ته داسي يو څوک مرکه وکړي ، چي د هغه ديانت او اخلاق تاسو ته د خوښۍ وړ وي نو هغه لره مو نجلۍ په نکاح ورکوئ که مو داسي نه کول نو بيا به په مځکه کي فتنه جوړيږي او په پراخه کچه به فساد خپريږي .

نو د نجونو او ځوانانو په نکاح او واده کي بايد تر خپل وس او توانه پوري تلوار وسي ترڅو ټولنه د زنا او فساد د ناورين څخه وژغورل سي . 
 
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۷ ګڼه- د دارالافتاء څانګه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته