رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: چا ته چي د هغه د نرمۍ برخه ورکول سي (نرم مزاجه سي) نو هغه ته د دنیا او آخرت د ښېګڼو برخه ورکول سول او څوک چي د نرم مزاجۍ څخه محرومه سي (سخت مزاجه وي) نو هغه د دنيا او آخرت د ښېګڼو څخه بې برخي سو. رواه بغوي في شرح السنة