رالېږونکی: نوید احمد
حضرت انس بن قيس رضي الله عنه فرمايي:
١: حاسد کس هيڅکله د ارامۍ خوند کتلاى نه سي
٢: بخيل هيڅکله پر وعده وفا نه سي کولاى
٣: بې زړه کس هيڅکله ښه ملګري نه سي پيدا کولاى
٤: د ځان عزت په درواغو نه ګټل کيږي
٥: په خاين هيڅکله باور نه سي کېدلاى
٦: بې ادبه انسان د خلکو زړونه هيڅکله لاس ته نه سي راوړلاى
ماخذ: تنبيه الغافلين