رالېږونکی: محمد شریف حليم
راته وايه کوم جادو دومره مغرور کړې
چي د خداى او ده مخلوق څخه يې دور کړې
حقيقت دي د انسان کۍ فراموشه
تکبر پر ناشکرۍ باندي باتور کړې
قرض او پور دي د عزت دي پر چا باندي
چي دا سپک کاته وهر چاته ضرور کړې
له خپل حاله سوې بېرون په هوا ولاړې
ښه پوهېږم چي دونيا د ځان مزدور کړې
پوهېدې په ښه او بد هوښيار سړى وې
نه پوهېږم بدبختۍ ته چا مجبور کړې