لیکنه: مولوي احمد الله ابوالبدر
د هغې مېړه په اوږده سفر تللى وو ، نازولى زوئ يې د سره اهاړ غوندي تبي نيولى وو، تبه يې وار په وار ډېرېده بدن يې لړزېده، هلک نور هم بې واکه سو ، مور يې پرسينه لاس ورکښېښووئ د هلک زړه کمزورى حرکت کاوه .
يوګړى وروسته هلک څونرمي سلګۍ ووهلې، مور چي را پورته کړ روح يې تللى وو مور د زوئ په دردونکي غم اخته وه په کوڅه کي ماشومانو نارې کړې ، چي هغه دئ تللى مسافر راغئ ، د هلک مور چي دغه ږغ واورېدئ ماشوم يې په يوه ټوټه ټوکر کي و پېچئ او يوځاى يې پټ کښېښوئ. د ځان په سنګار او سمبالښت بوخته سوه ، مسافر راغى د خپلي ګراني مېرمني سره يې خوږه شپه تېره کړه ، خاوند يې د شپې په اوږ دوکي څوواره د هلک پوښتنه ترې وکړه ، دې ورته وويل :
هغه ارام دئ کله چي سهار سو په لمړي سباوون کي هغه وغوښتل چي د لمانځه له پاره نبوي مسجد ته ولاړسي ، مېرمني يې ترلاس ونيوئ او ورته وې وويل : د رانه پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته ووايه ، چي هلک مړدئ . سړي په افسوز ور ته وويل : ولي دي مخکي نه ويل ؟ مېرمني يې ورته وويل : مانه غوښتل ، چي ستا د زړه هيلي په نا هيلۍ بدلي کړم .
پيغمبرصلی الله علیه وسلم چي په کيسه خبرسونو دعا يې وکړه : اې ربه ! له تېر ماښام څخه دوئ ته مبارک زوئ ورکړه .
همدا وو چي الله جل جلاله د عبدالله په نوم صالح زوئ ورکړ او ورپسې يې نور داسي زامن ورکړه چي تل به د خپل پلار (أبو طلحة رضي الله عنه) او مور (أُمَّ سُلَيْمٍ رضي الله عنها) سترګي په يخي وې .
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه