تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : ( ۱۸ )
نوم: امین وهاب
سوال : که یو حاجي صاحب دعرفات تروځي مخکي دعرغات غونډئ ته ورسي او بېله احرامه وحرم شریف ته راسي نوڅه شى پرلازمیږی او کنه ؟
جواب : د حج درې فرضونه دي :
١- احرام .
٢- پر عرفات درېدل .
٣- طواف زيارت .
په دررالحکام کي راځي چي د حج فرضونه د احرام تړل ، پر عرفات درېدل او طواف زيارت دي نو که چيري يو ور څخه پاته سو نو د دغه سړي حج باطل سو او راروان کال يې قضاء راوړل واجب ده . (۱)
او پرته له احرام څخه و مکې شريفي ته پر دا خيلېدلو دم لازمېږي. (په حواله د بحرالرائق او دررالحکام)
که چيري د د باندي سړى ومکې شریفي ته پرته له احرام څخه داخل سو او ورسته دغه سړى د حج او یا عمرې احرام وتړي او پرته له دې څخه چي وميقات ته بيرته ولاړ سي نو پر دغه سړي باندي دم لازمېږي ، ولي چي د ميقات حق يې پرېښودئ.(۲)
جواب: مولوي عبدالسلام
کتنه: مولوي عبدالهادی آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):وفرضة الاحرام ولوقوف بعرفة وطواف الزيارة. فلمافات واحر منها بطل الحج و وجب القضاء فى العام القابل. ( دررالحکام. ج٣: ص ۳۵ )
(۲): اذا دخل الافاقى مکة بغير احرام فان احرام بالحج اواعمرة من غيران يرجع الى الميقات فعيله دم الترک حق الميقات. (ج٦، ص ٣١٦)