شرابي: ايا ستا په نظر خورما خوړل ګناه لري ؟
مولوي صاحب: يا
شرابي: او که يو څه انګور هم ورسره وخورم ؟
مولوي صاحب: پروا نه لري .
شرابي: او که دواړه په اوبو کي پرېولم نو بيا ؟
مولوي صاحب: بې غمه يې وچيښه.
شرابي: نو چي دا ټول جايز دي، نو بيا تاسو ولي موږ د شرابو د چښلو څخه منع کوئ حال دا چي شراب د همدغو توکو څخه جوړيږي؟
مولوي صاحب: که زه ستا پر سر يو څه اوبه توی کړم، نو ايا دا به تا خوږ کړي ؟
شرابي: يا
مولوي صاحب: او که په دغو اوبو کي يو څه خاوره هم ودوړوم، نو دا به تا خوږ کړي ؟
شرابي: يا، نه مي خوږوي.
مولوي صاحب: که چيري زه دغه دواړه (اوبه او خاوره) سره ګډ کړم او د دواړو څخه يوه لويه خښته جوړه کړم او تا په وولم، نو ايا دا به تا خوږ کړي ؟
شرابي: دا خو به مي مړکړي!
مولوي صاحب: شراب هم دغسي دي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله-۹ ګټه