رالېږونکی: اسد الله بری
یو برتانوي کس د یوه شیخ څخه پوښتنه وکړه چي ولي په اسلام کي دا اجازه نسته چي ښځه د نارینه سره د لاس روغبړ وکړي؟
شیخ: ایا ته د (انګستان د) ملکې الیزابت سره د لاس روغبړ کولای سې؟
بریتانوي: یا د هغې سره خو څو مخصوص کسان دي چي د لاس روغبړ ورسره کوي.
شیخ: زموږ ښځي هره یوه د ملکې په شان ده او ملکه د نابلده کس سره د لاس روغبړ نکوي.
بریتانوي: ولي ښځي او انجوني خپل ټول بدن او ویښتان پټوي؟
شیخ: شیخ په مسکا سو او دوې خوږې یې د جیب څخه را وکښلې او د یوې خوږې څخه یې پوښ لیرې کړ او بله یې هم هغه سي په پوښ کي وساتله او بیا یې دواړه پرځمکه وغورځول او وروسته یې د برتانوي څخه پوښتنه وکړه چي اوس کومه یوه ته انتخابوې په دغه دوو خوږ کي؟
برتانوي: هغه خوږه چي په پوښ کي ده.
شیخ: موږ همداسي د خپلو ښځو سره رویه کوو او ددې لاري يې ساتنه کوو.