په كومو ويناوو چي طلاق اچول كيږي هغو ته د طلاق الفاظ وايي .
د طلاق الفاظ پر دوه ډوله دي ، يو قسم يې هغه لفظونه دي چي يوازي د طلاق د پاره كارول كيږي په دغو الفاظو كه طلاق وركول سي هغه ته صريح طلاق وايي .
د طلاق ځانګړي الفاظ كوم چي يوازي د طلاق په معنا استعماليږي دا كه په هره ژبه وي ټول د طلاق صريح لفظونه بلل كيږي .
د طلاق صريح الفاظ نيت او نښي ته اړتيا نه لري نو ځكه كه څوك وښځي ته د طلاق صريح الفاظ پر ژبه بيان كړي او په زړه كي يي د طلاق وركولو نيت نه وي بيا هم طلاق په واقع كيږي .
دغه ډول كه څوك د طلاق صريح الفاظ خپلي ښځي ته وكاروي كه څه هم هلته داسي نښه هم نه وي چي د هغه څخه وفهمول سي ، چي په دا وينا دى غواړي خپلي ښځي ته طلاق وركړي بيا هم طلاق په واقع كيږي .
د طلاق صريح الفاظ هغه دي چي د ( ط ، ل ، ق ) د تركيب څخه جوړ سوي وي لكه طَلَق ، طالق ، مطلقة .
كه څوك د طلاق په صريح الفاظو مخامخ خپلي ښځي ته د طلاق نسبت كوي او هغه مخاطبه ګرځوي نو طلاق په واقع كيږي .
په پښتو كي د طلاق صريح لفظونه دا ډول دي لکه : ده طلاقه كړې يې ، ته پر ده طلاقه يې ، ته پر ده طلاقه سوې يې
كه څوك په مخکني ډول وينا خپل ځان ته منسوب کړي يعني د ( ده ) پر ځاى ( ما ) ووايي او خپلي ښځي ته يې وكړي ، كه څه هم په زړه كي د طلاق نيت و نه لري بيا هم ښځه پر طلاقه كيږي .
په زړه كي د طلاق په اچولو طلاق نه واقع كيږي او نه د درو ډبرو په غورځولو طلاق واقع كيږي ، ځكه د خولې تلفظ او وينا د طلاق ركن دى يا دا ډول ليكنه او اشاره وي چي هغه د خولې د وينا او تلفظ ځاى ناستي بلل كيږي .
طلاق لكه څرنگه چي د خولې په وينا وركول كيږي دغه ډول په څرګنده ليكنه هم طلاق واقع كيږي .
كه څوك خپلي ښځي ته د ليك د لاري وليكي : ده طلاقه كړې يې ، ته پر ده طلاقه يې ، ته پر ده طلاقه سوې يې ، نو ښځه يې پر طلاقه كيږي ، ځكه د طلاق دا ډول څرګنده ليكنه د خولې د تلفظ قايم مقام او ځاى ناستې بلل كيږي .
دغه ډول د ګونګي په هغه اشاره هم طلاق واقع كيږي چي د هغه څخه په ځانګړي ډول طلاق فهمول كيږي ځكه د طلاق ځانګړي اشارې هم د خولې د وينا او تلفظ ځاى ناستي ګڼل كيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح