تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۲۸۲)
نوم: وارث اغا
د اوسېدو ځای: ډوبۍ
سوال : ما ته د اودس طریقه را وښوی، په ډوبۍ کي ملایان وايي چي د اودس طریقه فقط اول لاس فقط بسم الله پرېوله. پر مخ باندي کلمه مه وایه، پر لاسو باندي اشهدو ان لا اله الله مه وایه .
جواب : په اوداسه کي د هر اندام د پریولو په وخت کي کلمه د أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ وَ أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ ویل د اوداسه د آدابو څخه دي- نه فرض دی او نه سنت. او کول يې مستحب یعني ښه دي، نه ویل یې اوداسه ته هیڅ زیان نه رسوي البته په اوداسه کي ددغي کلمې د ویلو څخه څوک منع کول جائز نه دي. که څه هم په دغه حالت کي د ضرورت په خاطر خبري هم وکړي نو پروا نه لري- همدا د احنافو مذهب دی. (۱)
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي عبدالغفار حسیني
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــ
(۱): و ان یقول عند غسل کل عضو أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ وَ أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ. فتاوی هندیة عالمګیریة ج۱، ص ۸ په حواله د بحرالرائق- مطبوعه مکة المکرمة