تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۱۰۰)
نوم: عبدالرحمن
سوال : د ماپښین لمونځ ورسته تر سایی تر دووچندی روادی که یا؟
جواب : د ماپښين لمونځ وروسته تر دوچندۍ نه دی روا. لکه په حدیث شریف کي چي راځي: عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم إن للصلاة أولا وآخرا وإن أول وقت صلاة الظهر حين نزول الشمس وآخر وقتها حين يدخل وقت العصر...(۱)
د حدیث شریف مطلب دا دی چي اول وخت د ماپښین هغه دى چي لمر تر سر واوړي او اخر وخت يې هغه دى چي د مازيګر وخت داخيږي، او تر دوه چندۍ وروسته په اتفاق سره مازيګر داخل دى.
جواب: مولوي عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): جامع الترمذي، ابواب الصلوة
(۲): بدائع الصنائع في ترتیب الشرائع. ج۱، ص۴۹۲