تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۳۴۰)
نوم: عبدالعزیز
د اوسېدو ځای: پاکستان
سوال : که یوکس بل ته زوم ووایی اونیت یی دانه وی چی زوم می دی په دی لفظ سره خوبه هغه دده زوم نه گرزی؟
جواب :
حامداً و مصلیاً
زوم هغه وخت گرځي چي نکاح وسي او د نکاح لپاره خپل شرایط دي چي ایجاب او قبول په لفظ ده ماضي سره (۱) او همدا رنګه حضور د شاهدین حرین عاقلین بالغین (۲). خالي په زوم ویلو سره زوم نه گرځي.
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): النكاح ينعقد بالإيجاب والقبول بلفظين يعبر بهما عن الماضي.
(۲): ولا ينعقد نكاح المسلمين إلا بحضور شاهدين حرين عاقلين بالغين مسلمين. هدایة ج۳، ص۱-۲