د طلاق كنايي الفاظ هغو لفظونو ته وايي چي هغه په ځانګړي ډول د طلاق د پاره نه استعماليږي ، بلكي كله د طلاق په معنا كارول كيږي او كله بيا د نورو معناوو د پاره استعماليږي ځكه نو د طلاق كنايي الفاظ نيت ته اړتيا لري .
د طلاق كنايي الفاظ كه د طلاق په نيت استعمال سي طلاق په واقع كيږي او كه د طلاق په نيت استعمال نه سي ، بلكي د طلاق پرته د بلي معنا په اراده وكارول سي بيا طلاق نه په واقع كيږي ، نو ځكه د طلاق كنايي لفظونه چي په هر حالت كي څوك استعمال كړي دا كه د درد او د غضب په حالت كي وي ، يا د خوښۍ ، يا د طلاق د مذاكرې او یادوني په حالت كي وي ، خو د طلاق نيت يې نه وي بلكي د طلاق څخه ماسيوا د هغه لفظ يوه بله معنا يې مراد وي نو بيا طلاق نه په واقع كيږي .
البته دا حكم ديانتا دى يعني كه څوك د طلاق كنايي الفاظ په هر حالت كي د طلاق څخه ماسيوا د بلي معنا د پاره وكاروي ، د ده او د رب تر منځ حكم دا دى چي په دا وينا يې طلاق نه واقع كيږي ، ځكه الله د هر چا په زړه او اراده علم لري .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح