تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: دنیا څنګه د آخرت مثال کېدلای سي؟
 
  January 12, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۱۴۲)

نوم: تواب رحیمي

سوال : دیر خلگ وایی چی دا دنیا داخرت یو مثال دی که څنګه یعنی خلګ به هلته څه کوی یعنی مشر لری کار کوی که یو څه تشریح راکړی

جواب :  خلګ داسي وايي چي دا دنیا د آخرت لپاره کښت دی. که چیري څوک په دنیا کي نېک کارونه وکړي نو الله جل جلاله به د قیامت په ورځ ددغه نېک کارونو چي په دنیا کي يې کړي وي ډېر زیات ثوابونه ورکړي.
 او که چیري یو انسان په دنیا کي غلط کارونه وکړي نو الله تعالی به د قیامت په ورځ ددغو غلطو کارونو جزاء ورکړي.

امام غزالي رحمة الله علیه ددې ایت څخه: مَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ...(۱) داسي معنی را ایستلې ده: الدنیا مزرعة الآخرة. (۲)
 
ژباړه: دنیا د آخرت لپاره کښت دی.

جواب: مولوي عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا او مولوي عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): سورة الشوری، ایت ۲۰
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته