تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٤٤٨)
نوم: محمد شريف قريشي
سوال : که چيري یو هلک او انجلی ډير سره ګران وی د دوی د کورنی نه وی خوښه چی واده يی وکړی او د دوی په مينځ کی يو ملا صاحب وی او بل شاهد نه وی ايا د دوی نکاح روايت لری او که نه ؟
جواب :
حامداً و مصلیاً
د نکاح د صحت لپاره د دوو شاهدانو حضور شرط دی، دواړه شاهدان به عاقلان ،بالغان اومسلمانان وي، دواړه به نارینه او يايو نارینه او دوې ښځې وي- يوازي د ملاصاحب په حضور سره شرط نه دى پوره نو نکاح هم نه صحيح کیږي .
جواب : مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : ولا ينعقد نكاح المسلمين إلا بحضور شاهدين حرين عاقلين بالغين مسلمين رجلين أو رجل وامرأتين. الهدایة، ج۲، ص۲، کتاپ النکاح
(۲): وَمِنْهَا الشَّهَادَةُ قَالَ عَامَّةُ الْعُلَمَاءِ إنَّهَا شَرْطُ جَوَازِ النِّكَاحِ هَكَذَا فِي الْبَدَائِعِ وَشُرِطَ فِي الشَّاهِدِ أَرْبَعَةُ أُمُورٍ: الْحُرِّيَّةُ وَالْعَقْلُ وَالْبُلُوغُ وَالْإِسْلَامُ. الفتاوی الهندیة،ج۱ ،ص۲۶۷، کتاب النکاح
(٣): قَالَ يَنْعَقِدُ النِّكَاحُ بِالْكِتَابِ كَمَا يَنْعَقِدُ بِالْخِطَابِ ، وَصُورَتُهُ : أَنْ يَكْتُبَ إلَيْهَا يَخْطُبُهَا فَإِذَا بَلَغَهَا الْكِتَابُ أَحْضَرْت الشُّهُودَ وَقَرَأَتْهُ عَلَيْهِمْ وَقَالَتْ زَوَّجْت نَفْسِي مِنْهُ أَوْ تَقُولُ إنَّ فُلَانًا كَتَبَ إلَيَّ يَخْطُبُنِي فَاشْهَدُوا أَنِّي زَوَّجْت نَفْسِي مِنْهُ. ردالمحتار ،ج٢ ،ص٢٨٨ ، مطلب التزوج بارسال کتاب .