تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٤١٦)
نوم: جميل
سوال : که چیری یو خاوند خپلی میرمنی ته د خوب يا نشې په حالت کی ده طلاق لفظ ووایی او میرمن یی واوری نو طلاق واقع کېږی که نه؟
جواب : که د بيده سړي څخه که د خوب په حالت کي د دطلاق لفظ وويل سي نو طلاق نه واقع کیږي ځکه په طلاق کي د ځان واک او اختيار شرط دى او د خوب په حالت کي د سړي خپل ځان په واک او اختيار کي نه وي .
او د نشې په حالت کي طلاق واقع کیږي زجراً د ګناه په سبب سره .
جواب : مولوي رفيع الله
الجواب صحیح : مولوي عبدالهادي او مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : ولایقع الصبي والمجنون والنائم... لان النائم عديم الاختيار . الهدایة، نکاح، ص۵۳
(۲): والطلاق السکران واقع بسبب المعصية زجرًا له . الفتاوي الکاميلة ،ص ۲۵
فتاوي قاضي خان علي هامش ، الفتاوي هندية ،ج١ ،ص٤٧٠ .