تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمیره : (۵۱۹)
نوم: کمال
د اوسیدو ځای: دوبی
سوال : ایا یو سړی د خپلي مېرمني د تیانو په منځ کي ځان انزال کولای سي که یا؟ او کولای سي چي په نور بدن باندي خپل ذکر ومږي.
جواب :
حامداً و مصلیاً
سړی د خپلي ښځي د بدن څخه ګټه اخیستلای سي خو ګټې يې مختلفي دي، د هر ي عضوي لپاره خپله فائده ده. د جماع لپاره ځان ته عضو ده، د مچولو لپاره ځان ته او د مس کولو لپاره ځان ته عضو ده.
د ښځي تیان د انزال لپاره نه دي بلکي د مس لپاره دي، دا دداخلاقو څخه لیري کار دی او په دې کي ښځي ته ضرر او تکلیف دی نو ځان په تیو کي انزالول حرام دي .
جواب: مولوی عبدالهادي اغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــ
(۱): يَجُوزُ لَهُ أَنْ يَلْمِسَ بِجَمِيعِ بَدَنِهِ حَتَّى بِذَكَرِهِ جَمِيعَ بَدَنِهَا إلَّا مَا تَحْتَ الْإِزَارِ فَكَذَا هِيَ لَهَا. ردالمحتار، ص،۲۱۴،ج،۱ باب الحیض .
(۲): سوال: تفخیذ یعنی عضو مخصوص کو رانول ميں دینا شهوت کے ساتہہ اور انزال کرنا جائز ہے یا نہی؟ جواب: تفخیذ بلا ضرورت حرام ہے اور اضطرار میں ہو مباح ہے. جامع الفتاوی ص،۲۳۸ ،ج،۳ بحواله کفایت المفتی .