تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٦۵۷)
سوال : ایا ښځه کولای سي چي خپل د بدن یعنی د بغل اونور اضافه وریښتان د سرخریلو او یا د ږیری خریلو په ماشین پاک کړي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
ښځه کولاى سي چي اضافه (دبغل او تر نامه لاندي) وريښتان د سر خريلو په ماشين او يا په بل شي سره ليري کړي، البته فقهاء کرامو ليکلي دي چي د ښځي لپاره اصلي طريقه د وريښتانو کښل دي، چي په طبي لحاظ هم ورته ګټوره طريقه ده. نن سبا د وريښتانو د کښلو لپاره ښه مجرب کريمان جوړ سوي دي د هغو استعمال هم صحيح دى.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):فَقَال الْحَنَفِيَّةُ : السُّنَّةُ الْحَلْقُ لِلرَّجُل ، وَالنَّتْفُ لِلْمَرْأَةِ وَقَال الْحَنَابِلَةُ : لاَ بَأْسَ بِالإْزَالَةِ بِأَيِّ شَيْءٍ ، وَالْحَلْقُ أَفْضَل، اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّ الاِسْتِحْدَادَ سُنَّةٌ لِلرِّجَال وَالنِّسَاءِ عَلَى السَّوَاءِ. الموسوعة الفقهية: ج٣، ص٢١٦- ٢١٧. طبع چاپ وزارة الاوقاف کال ١٤١٤ ه ق