تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ژوندي نشراتو په اړه خبرتیا!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 1, 2010
  0

 

 

 د تعلیم الاسلام راډیو قدرمنو اورېدونکو او د ویب پاڼې محترمو کتونکو،

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

هیله ده چي ټول به په عافیت کي اوسی. نن  د تعلیم الاسلام راډيو د ویب پاڼې ژوندي نشرات د څه تخنیکي ستونزي له امله د هغې کمپنۍ له خوا څخه یو ځل بیا معطل سوي کوم چي تعلیم الاسلام راډيو ویب پاڼې ته ژوندي نشرات برابروي. موږ د هغو سره په تماس کي یو او دا غوښتنه مو ځني کړې ده تر څو د ویب پاڼې د ژوندي نشراتو پر ځای د نورو غیر اسلامي ادارو نشرات نشر نه کړي.
 
دا چي د راډیو قدرمن اورېدونکي د اسلامي نشراتو څخه بې برخي سوي دي او موږ ته اطلاع راکوي زیاته مننه کوو، هیله ده چي تر هغو پوري د ویب پاڼې د نورو ثبت سوو خپرونو او لیکونو څخه ګټه واخلي، ان شاءالله دا ستونزه به ژر حل سي.
 
ستاسو د همکارۍ څخه نړۍ مننه،
 
د نړۍ په هر ګوټ کي چي یاست سرلوړي واوسېږی.
 
جزاکم الله خیراً
د تعلیم الاسلام راډیو اداره
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته