تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۸۰۸)
نوم: پردېس
سوال : زما يوه لور ده ما پر هغې د شيفا نوم ايښي دى، نو اکثره خلګ وايي چي دا غلط دى، نوبايد څنګه وويل سي شفا او که شيفا که معلومات راکي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د شِفا و شين ته که زېر ورکول سي، نو صحيح دى، ځکه شِفا روغتيا ته وايي، او که د شَفا شين ته زور ورکول کيږي، نو د نامه لپاره صحيح لفظ نه ښکاري، ځکه شفا څنډي ته وايي.
وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): المنجد في اللغة: ص٣٩٥.
جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان