تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جنت ته لېوال زړونه
 
  May 20, 2013
  0
را ټولونکي: نصيب الله ژمن

اسعدي بالحياة قبل المعتِ  
واقطفي الزهر قبل ريح الشتاتِ

ژباړه: تر مرګ مخکۍ په ژوند کي نيکمرغه سه او د خزان له بادونو څخه مخکي ګلان را وشکوه.

تاسې د صالح بن یحي د ښځۍ هغه قصه اوريدلې ده؟ چي په ځوانه ځوانۍ کونډه سوه او دوه د غيږي کوچني ماشومان ورته پاته سول؟

کله چي يې دغه يتيمان بچي په ښه او بد پوه سول، نو دغې کونډې مور يې تر هرڅه وړاندي ورته د الله جل جلاله عبادت او د شپې تهجد وروښودل، او ورته يې وويل: چي بچو ښه به دا وي، چي زموږ په کور کي د شپې هيڅ يوه شېبه هم د الله جل جلاله له ذکر پرته  تېره نه سي، يعني موږ بايد ټوله شپه د الله جل جلاله په ياد روڼه کړو، بچيو يې ورسره ومنله، نو مور يې شپه په دريو برخو ووېشله او بچيو ته يې وويل، فلانکيه! چي د شپې په لومړۍ برخه کي به ته عبادت کوې، او په دويمه برخه کي به دي دغه  بل ورور عبادت کوي، اوپه وروستۍ برخه کي به زه د الله جل جلاله په عبادت روڼوم، ځکه چي د سهار لمانځه ته مو را کښينوم.

زامنو يې ورسره په ورين تندي دغه خبره ومنله او عبادت ته يې ملا وتړله، خو کله چي يې مور مړه سوه، نو زامنو يې بيا هم د شپې هغه عبادت پري نه ښودی، ځکه چي په زړونو کي يې د عبادت مينې ځاى نيولى و او تر هرڅه ورته هماغه شېبۍ خوندوري ښکارېدې، چي دوی پکښي د شپې عبادت کاوه، همدا لامل و چي د مور تر مړيني وروسته يې په خپلو کې سره سلا وکړه چي مور خو مړه سوه، چي د شپې درېيمه برخه به يې راسره په عبادت روڼوله، نو اوس باید شپه په دوو برخو وويشو، چي نيمه شپه به زه عبادت کوم او بل ورور ته يې وويل: چي پاتې شپه يې ته کوه... 

که کله به له دغو دواړو څخه يو ډېر ناروغ سو، نو هغه بل به ټوله شپه په عبادت روڼوله. 
 

لکه چي وايي په ښه طريقه ژوند د نيکمرغۍ صحيح او ښه تره بلنه ده.

او همدا رنګه الله جل جلاله هم ارشاد فرمايي: وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا.
ژباړه: که د الله جل جلاله نعمتونه شميرئ، نو نه يې سي شمېرلاى، يعنى په حساب کي يې را بندولاى نه سئ.

ماخذ: د نړۍ نيکمرغه ښځه ( اسعد امراة في العالم)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته