تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۸٧۷)
نوم: فريدون صافى
سوال : که چيري څوک کاروبار لري او د خپل کاروبار د پرمختګ له پاره د خپلو هغو مشتريانو ته چي ډېر توکي ځني رانيسي د خپلو توکو د اصلي نرخ څخه يو څو فيصدى ورکمه کړي دا خو به کوم عيب نه لري؟
جواب :
حامداً و مصلياً
په ياد سوى صورت کښي چي بائع (خرڅونکى) د مشتري(رانيونکي) سره په قيمت کښي څه کموالى کوي، دا جائز دى، په دې کي څه د عيب خبره نسته.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ويجوز للمشتري أن يزيد للبائع في الثمن ويجوز للبائع أن يزيد للمشتري في المبيع ويجوز أن يحط من الثمن ويتعلق الاستحقاق بجميع ذلك... الهداية: ج۳، ص٧٥. مکتبه شرکة علمية.
(٢): قال العلامة حصفکى رحمة الله عليه قوله وصح الحط منه (الدرالمختار) قال العلامه ابن العابدين تحت (قَوْلُهُ: وَصَحَّ الْحَطُّ مِنْهُ) أَيْ مِنْ الثَّمَنِ وَكَذَا مِنْ رَأْسِ مَالِ السَّلَمِ وَالْمُسْلَمِ فِيهِ كَمَا هُوَ صَرِيحُ كَلَامِهِمْ رَمْلِيٌّ عَلَى الْمِنَحِ. ردالمحتار: ج٤، ص١٨٦. طبع: رشیدیة
جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا ، مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان