تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۸٧۱)
نوم: نظري
سوال : که چیري د فرض لمانځه په اخري دوو رکعتو کي د سورت فاتحې څخه وروسته بل سورت په خطا او هیره سره وویل سی، ایا سجده سهوه لازمیږي او که چیري نه لازمیږي نو حکم یې څه دی؟
جواب :
حامداً و مصلياً
په یاد سوي صورت کي پر دغه کس باندي (چي په اخري دوو رکعتو کي د سورة الفاتحی سره څه سورت په هیره ووايي) سجده سهوه نه لازمیږي، لمونځ يې صحیح دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ولو قرأ في الأخريين الفاتحة والسورة لا يلزمه السهو وهو الأصح. الفتاوي الهندیه: ج۱، ص۱۲۶، طبع رشیدیه.
(۲): ولو قرأ في الأخريين الفاتحة والسورة لا يلزمه السهو وهو الأصح. تبیین الحقائق: ج۱، ص۱۹۳. طبع مکتبة امدادیه.
جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و و مولوي سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان