تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۸۹۶)
نوم: احمد جاويد
سوال : په تليفوني شبکو کي ځني د ٢٠ افغانو په بدل کي ١٠٠ افغانۍ ورکوي دا خو به په سود کي نه راځي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
دا سودي معامله نه ده، ځکه تليفوني شبکه د افغانيو په بدل کي افغانۍ نه ورکوي ، بلکي دتلفوني لين څخه د استفادې او ګټي اخيستلو اضافه چانس ورکوي چي دا په اصل کي اجاره ده. دا به هغه مهال سود وو که ئې د ٢٠ افغانيو په بدل کي ١٠٠ افغانۍ ورکولاى.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قَالَ أَصْحَابُنَا : عِلَّةُ رِبَا الْفَضْلِ فِي الْأَشْيَاءِ الْأَرْبَعَةِ الْمَنْصُوصِ عَلَيْهَا الْكَيْلُ مَعَ الْجِنْسِ ، وَفِي الذَّهَبِ ، وَالْفِضَّةِ الْوَزْنُ مَعَ الْجِنْسِ فَلَا تَتَحَقَّقُ الْعِلَّةُ إلَّا بِاجْتِمَاعِ الْوَصْفَيْنِ ، وَهُمَا الْقَدْرُ ، وَالْجِنْسُ. بدائع الصنائع: ج٥، ص١٨٣. طبع: بيروت.
(٢): والاجارة: فهى عقد على المنافع بعوض کذا في الهداية. الفتاوي الهنديه: ج٤، ص٤٠٩. مکتبة التجارية.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان