تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (٩٨٧)
نوم: عبدالجلیل حجري
سوال : ځني خلک د اقامت پر وخت لاسونه تر نامه لاندي نيسي، ايا دا عمل د اسلام له نظره څنګه دئ ؟ بدعت دى او که بدعت هم وي بدعت حسنه دئ که څنګه؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د اقامت پر مهال لاسونه تر نامه لاندي نيول که د عادت په ډول وي بدعت نه دئ او که د عبادت په ډول يې نيسي يعني د اقامت د ادابو او د ثواب کار يې بولي ، بيا بدعت دئ او د بدعت څخه ځان ساتل په کار دي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): (وَمُبْتَدِعٌ ) أَيْ صَاحِبُ بِدْعَةٍ وَهِيَ اعْتِقَادُ خِلَافِ الْمَعْرُوفِ عَنْ الرَّسُولِ لَا بِمُعَانَدَةٍ بَلْ بِنَوْعِ شُبْهَةٍ . ( الدرمختار : ج،١:ص،٤١٤،مطلب البدعة خمسة أقسام ، باب الامامه )
(٢) قال الشيخ العلامة مفتي محمد فريد: اعلم ان البدعة هى اعتقاد ماليس من الدين ديناً وهى قسمان مکفرة ومفسقة . ( فتاوى فريديه :ج،١:ص،٢٨٧)
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح:مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان