تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۱۲۰)
نوم: خان محمد
د اوسېدو ځاى: (افغانستان کندهار )
سوال : کله چي زه خارج ملک ته ولاړ سم نو هلته ماته قبله نه معلومیږي خپل فکر استعمال کړم و هر لوري ته ودریږم ایا زما لمونځ صحیح دی او که نه؟
جواب :
حامداً و مصلياً
که چاته د قبلې جهت نه معلومیږي نو په لومړي قدم کي به هلته د یو کس څخه پوښتنه کوي او یا به د نښو نښانو څخه د قبلې جهت ځان ته معلوموي، که هلته نه د پوښتني کس وو او نه نښي وي بیا دی کولای سي چي د خپل فکر څخه کار واخلي، پر کوم جهت چي ئې د قبلې ګومان راسي هغه جهت ته ئې لمونځ صحیح کیږي. و الله اعلم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): يجب التحري والاجتهاد في القبلة أي بذل المجهود لنيل المقصود بالدلائل على من كان عاجزاً عن معرفة القبلة، واشتبهت عليه جهتها، ولم يجد أحداً ثقة يخبره بها عن علم... الخ.
ومن لم يجد ثقة يقلده اعتمد على الدلائل كالفجر والشفق والشمس والقطب وغيره من الكواكب. الفقه الاسلامي: ج۱، ص۵۹۹، الاجتهاد فی القبلة.
(۲): لا يجوز لأحد أداء فريضة ولا نافلة ولا سجدة تلاوة ولا صلاة جنازة إلا متوجها إلى القبلة .كذا في السراج الوهاج. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۶۳.
(۳): وإذا كان بحضرته من يسأله عنها وهو من أهل المكان عالم بالقبلة فلا يجوز له التحري. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۶۴.