تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۱۵۷)
نوم: مؤمن
د اوسېدو ځاى: (لندن انګلستان)
سوال: که چیري یو کس د پیغمبر علیه السلام د فعل او کړو مطابق د دوشنبې او پنچشنبې ورځي روژې ونیسي په دوامداره ډول سره او پیشلمی( چر بانګی) ونه کړي او نیت ئې کړی وي ځکه په دوام دا فعل کوي نو بي د غیر د پیشلمي ئې روژه صحیح ده او که نه؟
جواب :
حامداً و مصلياً
بېله پیشلمي څخه روژه نیول صحیح ده، خو دپیشلمي په کولو بنده په جسماني لحاظ د روژې پر نیولو لا زیات قوت پیدا کوي، ځکه نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم پيشلمی کول غوره او د پيشلمي ډوډۍ ئې برکت والا بللې ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : تَسَحَّرُوا ؛ فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً. سنن ابن ماجه، باب ماجاء فی السحور. ص۱۲۱، قدیمي کتب خانه.
(۲): ولو قال نويت أن أصوم غدا إن شاء الله - تعالى - صحت نيته هو الصحيح... جاز صوم رمضان ، والنذر المعين ، والنفل بنية ذلك اليوم أو بنية مطلق الصوم أو بنية النفل من الليل إلى ما قبل نصف النهار. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۱۹۵، کتاب الصوم، الباب الاول. مکتبه رشیدیة.
(۳):والنفل كله يجوز بنية قبل الزوال.... ولنا قوله صلى الله عليه وسلم بعد ما كان يصبح غير صائم إني إذا لصائم. الهدایة: ج۱، ص۱۹۵، مکتبه حنیفیه.
(۴): آپ کی مسائل اور انکاحل: ج۴، ص۵۴۸.
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان