تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د کعبې شریفي د تور رنګ غلاف تاریخ
 
  January 22, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۸۴)

نوم: نثاراحمد

د اوسېدو ځاى: ( ملبورن استرالیا )

سوال :   د کعبې شریفي له  پاره دا تور رنګ رخت  ولي خوښ سوی دی؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

اصلاً کعبې شریفي ته مامون بن الرشید د سپینو وریښمو پوښ ( غلاف) ورکړ، تر ډیر وخت پوري  دا لړۍ روانه وه، بیا وروسته محمد بن سبکتګین د ژړ رنګ  وریښمو پوښ ورکړ، بیا وروسته ناصر عباسي د شین رنګه وریښمو پوښ ورکړ، او بیا ئې وروسته  د تور  رنګه وریښمو پوش ورکړ چي تر اوسه پوري را روان دی، او د عباسیانو په دربار کي هغه عزتمند لباس هم ګڼل کیدی، او په حدیثو کي راځي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمامه ( لنګوټه) مبارکه هم توره وه نو غالباً د هغه مشابهت له کبله ئې تور رنګ ورته غوره کړی دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  وذكر الفاكهي أن أول من كساها الديباج الأبيض المأمون بن الرشيد واستمر بعده.... وكساها محمد بن سبكتكين ديباجا أصفر وكساها الناصر العباسي ديباجا أخضر ثم كساها ديباجا أسود فاستمر إلى الآن. فتح الباري، کتاب الحج، فصل فی معرفة بدءکسوة البیب. ج۳، ص۵۳۷. مکتبه دارالدیان لتراث، قاهره.

)۲): فتح الباري: ج۳، ص۳۶۲، عیني: ج۴، ص۶۰۰، اوجزالمسالک: ج۲، ص۵۴۳، میں ہے، فقط والله أعلم. فتاوي محمودیة: ج۱۰، ص۳۶۸.


جواب: مولوي عبدالغفار حسیني 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته