تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دیني علم ارزښت
 
  November 29, 2015
  0

لیکنه:  محترم مولوي عنایت الله علمي صاحب

   ځیني مفسرین د الله جل جلاله  د دغه قول په ترجمه کي چي فرمايي:

 

  فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَابِيًا. الرعد: ۱۷ 

 

 وايي: د سېل څخه مقصد علم دی، ځکه د سېل او علم په منځ کي پنځه مشابهته سته، یعني علم او سېل په پنځو شیانو کي سره مشابه او یو شئ دي:

 

  اول: لکه څرنګه چي اوبه د آسمانه څخه را نازلیږي دغه رنګه علم هم د آسمانه څخه نازل سوی دی.

 

  دوهم: لکه څرنګه چي په باران کي د مځکي اصلاح او فایدې سته دغه رنګه د انسانانو اصلاح او فایدې په علم او ایمان کی دي.

 

  درېیم: لکه څرنګه چی په مځکه کی بېله بارانه واښه او نباتات نه را شنه کیږي، دغه رنګه د انسانانو څخه بېله علمه طاعتونه او عبادتونه په وجود نه سي راتلای.

 

 څلورم: تر څو چي تالنده او برېښنا نه سي پیدا ډېر باران نه اوري، دغه رنګه تر څو چي وعده او وعید، ترغیب او ترهیب نه وي علم او عمل نه ښکاره کیږي.

 

 پنځم: لکه څرنګه چی باران هغه وخت مفید او ګټور دی چي په اندازه سره وي، که تر خپلي اندازې زیات یا لږ سي د فایدې پر ځای تاوان پېښوي، دغه رنګه علم هم باید پر اندازه وي، د هر شي په طلب او د الْهي أسرارو او حکمتو په معرفت پسي باید څوک غوټه نه سي، که نه د ګټي پر ځای به تاوان ورته پېښ سي.

 

 
ځيني مشایخ وايي: الله جل جلاله  دنیا په پنځو شیانو سره ښایسته کړې ده: 

 

  د عالمانو په علم.
  د پاچهانو په عدل.
د عابدانو په عبادت. 
د تاجرانو په امانت.
د دروېشانو په توکل.

 

  مګر ابلیس علیه لعنة د دغو پنځو شیانو په عوض او بدل کي پنځه نور خویونه کښېښوول:

 

  د علم پر ځای یې د عالمانو په زړو کي حسد کښېښاوه.
د عدل پر ځای یې د پاچهانو په زړو کي ظلم کښېښاوه.
د عبادت پر ځای یې د عابدانو په زړو کي ریا کښېښوول.
د امانت پر ځای یې د تاجرانو په زړو کی خیانت کښېښاوه.
د توکل پر ځای یې د دروېشانو په زړو کي حرص کښېښاوه.

 

  علماء او مشایخ وايي: د علم و زده کړي ته د مسلمان مومن میل او رُغبت په شپږ سببه سره وي:

 

 

 

 
اول دا چي مومن وايي: الله جل جلاله  زه په ځینو اعمالو سره مکلف کړی یم، خو تر څو چي علم نه وي زه هغه اعمال او افعال نه سم آداء کولای.

 

 
دوهم دا چي الله جل جلاله  زه د ګناهو څخه منعه کړی یم، خو بېله علمه نه ګناهونه پېژندلای سم او نه د هغو څخه لیري کېدلای سم.

درېیم دا چي الله جل جلاله  زه د نعمتو په شکر سره امر کړی یم، خو تر کومه وخته چی علم نه وی زه د نعمتو شکر نه سم آداء کولای.

 

 څلورم دا چي الله جل جلاله  زه په عدل او انصاف سره امر کړی یم، خو بېله علمه څخه عدل او انصاف نه سم کولای.

 

 پنځم دا چي الله جل جلاله  د غم او مصیبت، تکلیف او زحمت په وخت کي په صبر سره امر کړی یم، او بېله علمه صبر کېدلای نه سي.

شپږم دا چي الله جل جلاله  زه د شیطان سره په دښمني کولو امر کړی یم، او دغه دښمني بېله علمه نه سي کېدلای. نو کوم وخت چي مومن مسلمان د خپل دین دغه شپږ مهم اصول پر علم موقوفه و ویني، نو خامخا د ده عقل دﺉ و دې ته مجبوره کوي چي د علم په طلب او حاصلولو مشغوله سي.

 

 همدارنګه مشایخ او بزرګان وايي: هر څوک چي د اتو ډلو سره کښیني اته صفته پکښي پیدا کیږي.

 

- هر څوک چي د مالدارانو او بډایانو سره کښېني او د دنیا خبري واوري د ده په زړه کی هم د دنیا محبت ځای ونیسي او د الله جل جلاله  د نعمتو کفران او انکار پر ښکاره سي.

 

  - هر هغه څوک چی د دروېشانو سره کښېني او د هغو خبري اوري، د زهد او تقوْی شوق یې په زړه کي پیدا کیږي، د نعمتو په وخت کي شاکره وي او د مصیبت په وخت کي صابره وي او په ټول ژوند کی د الله جل جلاله  په اراده سره راضي وي.هر هغه څوک چي د پاچهانو او آمرانو سره کښېني کبر او خود خواهي  پر هغه غالبه سي.

 

 - هر هغه څوک چي د ښځو سره کښېني او د هغو په قول عمل کوي جهل او ناپوهي پر غالبه سي.

 

 - هر هغه څوک چي د کوچنیانو سره کښېني هیبت او وقار یې زایلیږي.

 

  - هر هغه څوک چي د فاسقانو سره کښېني د هغه په زړه کي ګناهونه لوی نه معلومیږي.

 

  - هر هغه څوک چي د صالحانو سره کښېني طاعت او عبادت یې زیاتیږي. لکه څرنګه چي وايي: 

 

  (آخِرُ درجاتِ الإنسانِ اولُ درجاتِ الملائکةِ).

 

 خلیل بن احمد البصري رحمة الله علیه  وايي: انسانان څلور قسمه دي:

 

  اول هغه دی چي پوهیږي او پوهیږي چي پوهیږم.

 

 دوهم هغه دی چي پوهیږي مګر نه پوهیږي چي پوهیږم.

 

 دریم هغه دی چي نه پوهیږي خو پوهیږی چي نه پوهېږم، دا طلبونکی دی لار ور وښو وی.

 

 څلورم هغه دی چي نه پوهیږي او نه پوهیږي چي نه پوهېږم، بلکه پر دغه ټینګ وی چي پوهېږم، دغه شیطان رجیم دی او د هغه څخه لیري اوسی، ځکه دغه ته جهل مرکب وايي.

 

  و صلی الله تعالی علی خیر خلقه محمدٍ و آله و اصحابه و اهل بیته اجمعین.

 

 
د دغه بحث ټول مضامین د امام فخرالدین رازي رحمة الله علیه  د هغه کتاب څخه را ایستل سوي دي چي د فوائد الغوثیه په نامه سره یادیږي.  

ماخذ: د علم فضیلت

 

سرته