ليکنه : حاجي عبدالحميد ارغندابی
ژمي خپل د تاړاکونو ټغر زموږ له هيواده په بيړه اوتلوار وايست .
هغه د خپلو وتلو په شېبوکی وارخطا او تلولی غوندي ښکاريدئ.
ژمی د خپلو صميمي ملګرو (يخني او سيلۍ ) سره يوځای د سترګو په رپ کي له انظارو فناءسو .
ژمي نه له چا څخه رخصت واخيست او نه چا په مخه ښه ورته وويل ، په ډيري مايوسۍ او بېوسۍ ووت!
هغه د خپلوناوړو کړو – وړوڅخه د خجالت احساس کاوه ، ددغه اصل له مخي يې په پټه خوله خپله کډه څټ ته وغورځوله ، د غله يا نابللي ميلمه په څېر د تشريفاتو پرته روان سو ، ځکه هغه د کونډو ، يتيمانو ، اونورو بېوزلانو سره د ظلم په تور تورن وو ، له همدې امله نا آرام وو او کله ناکله به يې د تيښتي په تکل د مناسبي لاري لټون او څار کاوه ، هغه د خپلو ناجايزو اعمالو د وخيمو عواقبو انتظار يوست !
د ژمي تيښته له نيته نه وه وتلي نو ځکه يې زموږ د بېوزلو اومظلومو هيوادوالو سره د زړه سوي چلند نه کاوه .
د ژمي د واکمنۍ ختمول مظلومانو ته د خوښۍ پیغام او پر بېوزلانو باندي د زړه سوي انعام وو، هغه د پسرلي د فطري توان او زور په برکت د قدرت له ګدۍ را کوز کړه سو او پلی د ارمانه ډک زړه ولاړئ .
د ليونيو غوندي د يوه نامعلوم هدف پر لور وخوځيدئ .
نور به ددې هيواد په ګوټ ګوټ کي د بلبلو د شور او زوږ نغمې اوريدل کيږي ، د پسرلي ښکلی نسيم به هر سهار د ګلونو تنکۍ غوټۍ غوړوي او دا دوياړ او افتخار ټاټوبی به نور د اغزيو له وجود څخه پاک سوی په ګلو رنګين وي ان شاءالله!
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه