د تعلیم الاسلام ویب پاڼې قدرمنو کتونکو،
په ډېري خوښۍ سره تاسو ته زیرۍ درکوو چي د ۱۳۹۳ کال د سرطان د میاشتي پر ۱۰ نېټه په ننګرهار ولایت، جلال آباد ښار کي پر ۹۰.۹۰ ایف ایم څپو باندي د تعلیم الاسلام راډيو یوې بلي نوي څانګي په فعالیت پیل وکړ.
تعلیم الاسلام راډيو یوه خپلواکه، شخصي اسلامي راډیو ده چي مرکزي دفتر يې په کندهار ښار کي دی او د تيرو شپږو کلونو راهیسي بېلابیلي اسلامي، تعليمي او تربیتي خپروني نشروي. تعلیم الاسلام اداره د راډيو ترڅنګ د اسلام د رښتني دین هراړخیز تعلیمات د مختلفو لارو او وسائلو د لاري د نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري مسلمانانو وروڼو ته ابلاغوي چي ددې اسلامي ادارې د مهمو څانګو څخه ځیني په لاندي ډول دي:
- تعلیم الاسلام راډيو
- تعلیم الاسلام دارالافتاء
- تعلیم الاسلام ویب پاڼه
- تعلیم الاسلام مجله
- تعلیم الاسلام طلايي لړۍ
- دارالاشاعة
- مدرسه
د تعلیم الاسلام راډيو نوري څانګي په کندهار، هلمند، ارزګان او اوس الحمدلله په جلال آباد ښار کي هم پر ۹۰.۹۰ ایف ایم څپو فعاله سوه.
د یادوني وړ ده چي تعلیم الاسلام اداره یوه خپلواکه شخصي اسلامي راډيو ده چي د عامه مسلمانانو په علمي او مالي مرسته پر مخ ځي.
په درنښت
تعلیم الاسلام اداره
د ویب پاڼي څانګه