رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (د قدر د شپې) نښاني دادي چي دغه شپه روښانه ، پراخه او پاکه شپه ده ارامه شپه ده ميانه ده نه ډيره يخه ده او نه ډيره ګرمه ده ګويا ( د انوارو د اورېدو ) په وجه سپوږمئ صفا ده په دغه شپه کي به په شيطانانو پسې ستوري نه ويشتل کېږي او ددغه شپې نښاني دادي چي لمر ددغه شپي په سهار د پلوشو پرته راخيږي برابر لکه د څوارلسم سپوږمۍ او په دغه سهار د لمر ختو په وخت کي الله جل جلاله شيطانان د راختو څخه منعه کړي . ( درمنشور عن احمد و بيهقي ومحمدبن نصر وغيرهم ).