تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ټولو مسلمانانو ته عامه خبرتیا!
  تعلیم الاسلام
  September 25, 2017
  0

دا چي کفار د مختلفو لارو کوښښ کوي چي د مسلمانان دیني جذبات کمزوره کړي نو د هغو څخه یې یوه کفري طریقه دا ده چي د اسلام د توهین په اړه يې ویډیوګاني او عکسونه جوړ کړي وي او بیا يې ځینی ساده ذهنه مسلمانان نشروي. دغه ډول کفري مواد نشرول څو زیانونه لري:
 
۱: کفار غواړي چي مسلمانان دغه توهین وویني، په ډېرو لیدلو سره اخر و مسلمان ته دغه توهین ډېر عادي وګرځي نعوذبالله! څه موده وروسته یې هیڅ پروا نه په کیږي. وروسته که یې مسلمان په ژوند کي مخامخ په سترګو وویني کیدای سي دده لپاره کومه نوې خبره نه وي نو کوم عکس العمل به هم نه ښيي چي دا خو ما ډېر لیدلي دي. په دې ډول يې جذبات کمیږي.
 
۲: ځیني کمزوره مسلمانان چي دغه شیان وویني نو يې عقیده لا پر اسلام کمزوره کیږي چي اسلام خو خلګو ته د منلو وړ نه دی (نعوذبالله)، هر یو پسخند او ملنډي په وهي، نو د اسلام څخه ناامیده کیږي. حال دا چي اسلام نن په نړۍ کي تر ټولو زیات پر مخ تلونکی دین دی، بې شمېره پوهان کسان په کفري هیوادونو کي مسلمانان کیږي.
 
۳: کفار غواړي چي مسلمانان د دوی د توهین لپاره د تبلیغ او اعلان ذریعه وګرځي. بس کفار به توهین کوي نعوذبالله او ساده ذهنه مسلمانان به یې نشروي.
 
۴: که یو څوک د چا مور ته ښکنځل وکړي ایا زوی به یې همدغه د ښکنځلو الفاظ پر کاغذ ولیکي او د نورو سره به يې په انټرنیټ او نورو ځایو کي شریک کړي؟!!ایا دغه الفاظ به نوموړی پر کاغذ وليکي او نشر به یې کړي چي فلانکي زما مور ته دغه الفاظ کار کړل؟! نه هیڅکله به داسي ونه کړي. ځکه چي هغه بد الفاظ نقلول خپله په همدغه جرم کي یو ډول برخه اخیستل دي او د چا غیر یې نه مني.
 
نو د اسلام توهین نشرول تر دغه لا هم سخترین جرم دی! باید نشر نه سي تر څو نه دا جرم موږ تکرار کړو (که څه هم په ښه نیت وي) نه د کفارو د تبلیغاتو مزدوران سو او نه د مسلمانانو جذبات خراب کړو.
 
په دې ډول به مسلمان ددې پر ځای چي د اسلام د حقانیت په زده کولو او نشرولو ځان مصروف کړي په دې بې ځایه کار به مصروف وي. کېدای سي نور زیات زیانونه هم ولري.
 
جزاکم الله خیراً
 
یو تن ورور
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته