تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قیامت علامې!
 
  November 25, 2016
  0

 لیکنه: محمد نبي "حماد" هلمند

دقیامت بعضي وړې علا مې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کي راغلي دي :

خلک به د خدای جل جلاله مال (زکات) خپل وبولي .
سړي به دښځي خلاف د شرعي کارونوتابعدارسي .
اولادونه به دمورنافرماني کوي . 
پلاربه پردی بولي.
دښمن به دوست بولي.
دیني علم به ددنیا دګټودپاره زده کوي. 
سرداري اوحکومت به داسي خلکوته ورسیږي چي بد ذاته اوکم اصله به وي
کاربه داسي چاته وسپارل سي چي اهـــل یې نه وي .
خلک به له ويري څخه دظالمانو عزت  کوي. 
شراب به ښکا ره څيښل کیږي. 
رقص کوونکي اوغزلي ویونکي ښځي به عام رواج پیداکړي.
ډول، ساز، طبله اوداسي نورشیان به زیات سي . 
وروستني خلک به دامت په مخکنيو بزرګانوپسي بد ویل شروع کړي.

 ذکر سوي علامې چي موجودي سي بیا به عذابونه او سره سېلۍ ،اودوړي راسي بعضي خلک به په مځکه ننوځي، داسمان څخه به ډبري را و اوریږي شکلونه به بدل سي ، زیات آفتونه به داسي ژرراتلل شروع کړي لکه دانې چي پییلي وي وشکیږي او یوه دبلي وروسته  ژر  ژر لویږي .
 
دیني علم به کم سي .
درواغ به کمال وبلل سي.
داما نت خیال به دزړه څخه ووځي.
حیااوشرم به کم سي .
له هرطرفه به دکافرانوزورسي .
ددرواغوطریقې به پیداسي هروخت چي دغه ټولي نښانې ښکاره سي نو په ټوله ملکونو کي به د نصاراوو او عیسویانو قبضه  راسي، پدغه زمانه کي به د شام په ملک کي د ابو سفیان د اولادې څخه یو کس پیدا سي ډیر سیدان به مړه کړي، په شام او مصر کي به دده حکمونه چلیږي، د روم دملک د مسلمانانو پاچا به د نصاراوو د یو جماعت سره جنګ وکړي اودبل سره به یي جوړه وسي، ددښمن یو جماعت به د قسطنطنیې پر ښار حمله وکړي او قبضه به یې کړي، دغه پاچا به خپل ملک پریږدي د شام ملک ته به ولاړ سي، د نصاراوو دکوم جماعت سره چي یې جوړه کړي وه هغه به د ځان سره یو ځاي کړي، ددغه جماعت سره به جنګ وسي او فتحه به د مسلمانانو  په نصیب سي .
 
  نور معلومات په بهشتي زیور کي کتلاي سئ او مخکني مضامین په احادیثو کي مسلسل ندي راغلي بلکه شاه رفیع الدین رحمة الله علیه د متفرقو احادیثو څخه جمع کړي دي.
 
( بهشتي زیور (۲) جلد اوومه حصه ۶۲ صفحه)
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته