د روم مشهور امپراطور هرقل چي کله د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په راتګ خبر سو نو ابوسفیان ته یې تر پوښتنو وروسته داسي وویل:... ډېر ژر به هغه زما د قدمو دغه ځای فتح کړي! اصلاً زه خبر وم چي هغه (نبي) به راځي خو ګمان مي نه وو چي ستاسو (عربو) څخه به وي که چیري هغه ته رسېدلای سوای نو خامخا به د هغه ملاقات ته ورغلی وای او که چیري د هغه په خدمت کي وای نو ما به يې خامخا (د احترام په خاطر) پښې ور پرېوللای. رواه البخاري