لیکنه: عبدالقیوم مینه وال
زه د خپل زړه په دربي راويښ سوم خو د نړۍ د غرقېدلو ستر ږغونه مي وانه ورېدل.
ما د اسماني ټکو، توپانونو او سيلابونو مخه ونيوله خو د مظلوم د اوښکو په وچېدو بريالى نه سوم.
ما د فضا زړه تسخير کړ او هغه مي د پوهي په لاسونو څيري کړ او په هغه کښي مي د حکمت امپولونه روان کړه، خو د انسان وړوکى زړه مي خپل نه کړ، په هغه کښي مي د الفت او ميني ګلونه و نه کرل.
ما سپوږمۍ ته ځان ورساوه، د مريخ په حال مي ځان خبر کړ او د شمسي نظام اړخونه مي له ليري وکتل خو د مظلوم د کور لار، چي زما د سترګو تر باڼوګانو لاندي تېره سوې وه و نه ليده.
ما د مځکي سينه څيري کړه د هغه پټ رازونه مي ښکاره کړل او کلک ډبرين غرونه مي و سکڼل، د هغوى زړونه مي را وايستل خو په ځان پېژندنه برلاسى نه سوم. د (( اُنس )) يا (( انسان )) د نوم په رازمي و نه پېژندى.
ما د کائناتو هره ذره د ځان لپاره وبلله او تر وسه مي ورڅخه د ځان د ګټي لپاره کار واخيست او په هغوى مي څه نا څه علم راوست خو په دې و نه پوهېدم چي:
زه د څه له پاره پيدا سوى يم؟
چا پيدا کړى يم؟
او څه بايد وکړم؟
---------------------------------
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه