رالېږونکی: عبدالغفار جبیر
سرچنه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
يو وخت ګل او ملغلرې د درياب پرغاړه په يو ښه شنه ځای کی د زړۀ خواله کوله، چي په دې ترڅ کی ملغلرې ور څخه وپوښتل :
ای ګله ! ژوند دي څنګه دی؟ او انسانان څه ارزښت درکوي؟
ګل پخپل ارزښت او ژواک باندي وملغلرې ته داسي ځواب ورکړ:
موږ د مځکې پرمخ يو ډېرغټ خاندان يو، چي مهم غړی مو د ګلاب ګل دی چي ډېرښه بوی، زړۀ راښکونکی رنګ اوښکلې څېره لري؛ همدارنګه د نرګس ګل، د چمبېلې ګل،د لاله ګل، او په ميلنهاو نور.....
کله چي ګل دا خبرې کولې په لومړی ځل ډېرخوشحاله اوپه څېره کې ئې تازګې او د ښکلاڅرک له ورايه جوتېده، خوددې خبرې په اوږدو کي ئې اواز په لړزېدو، د مخ رنګ والوتې او په ډېرافسوس سره ئې خپل بيان ته په ژړغونی اواز سره داسي ادامه ورکړه:
موږ وانسانانو ته هيڅ ارزښت نلرو دوی موږ ددې لپاره کري چي دوی مو صرف بويوی، ښه
عطرونه او سينټونه راڅخه جوړوی، د ښکلی رنګ څخه مو ګټه اخلې او خپل زړونه په موږ باندي تازه اوروښانه کوي، خو ددې اړتياوو د پوره کېدونه وروسته موږ په کوڅو او چټلوځايو (کثافت دانیو) کي غورځوی ترڅو د خاورو شومه سو بل داچي تل د خلکو د پښو پايماله يو....... ځکه نو وانسانانو ته هيڅ ارزښت نه لرو.
په دغه بوګنونکی حالت، ژړا او افسوس کي ئې د ملغلرې څخه وپوښتل:
ته پخپل ژوند څه رڼا واچوه او خپل د ژوندارزښت راته بيان که؟
ملغلری په روښانه مخ، خندېدونکې خوله، او خوږه ژبه سره داسي ځواب ورکړ:
زه وتاته ښه معلومه يمه چي د درياب په پای کي په ډېر يو پټ ځای کي، بيا په يو خړ، زيږ او کلک پوښ کي په خواږه خوب ويده يمه، ددې سره ـ سره چي دومره پټه يمه بيا هم انسانان زما دومره ارزښت لري چي زه ئې هيڅ تصور نشم کولای؛ هغه دا چي دوی په شپوـ شپو ځينې وختونه په اونيوـ اونيو او کله خو په مياشتوـ مياشتو په ما پسې لټون کوی چي د لټون پرمهال دوی د مختلفو ستونزو اوکړاوونو سره لاس او ګرېوان دی د بېلګې په ډول: دوی کله د شارک کب سره مخ کيږي او هغه د انسان لپاره د ژوند د ختمېدو ګواښ دی، کله خود درياب تر ټولوغټ ژوی (لوی شين نهنګ) ورسره مخ کيږی او ورته ګواښ دی، د ژوو څخه علاوه کله زه په داسي ځای کي يمه چي هلته ټول زهرجن واښه شتون لري چي دا ټول د انسان لپاره مرګوني ګواښونه دي خو ددې ټولو کړاونوسره ـ سره ما پیدا کوي او د پیدا کولو څخه وروسته زما دغه ښکلا چي ما ساتلې ده هرڅوک ئې نشي رانيولای، او که مي رانيسي نومي په تاج کي پرسر باندي ايږدي او يا مي زړۀ ته نژدې پر سينې باندي د يو افتخار او دائيمي ښکلا په ډول سره ځړوي، چي زه د خپل ژوند او ارزښت څخه ډېره زياته خوښ خوشحاله يمه.
ګل ورته وويل:
زه که د چاسره د هغه په خوښيو کې د بېلګې په ډول واده، کوزدې..... کې د چا سره غاړې په غاړې هم شم خو د يوې شېبې لپاره قدر لرم او د لنډ مهال وروسته بې ارزښته سم، خزان او د خاورو سره خاورې سم ۔ اوس ته دا راته ووايه چي ای ملغلرې ! تا دا دومره ارزښت له کومه پيدا کی؟
ملغلرې بياپه روښانه تندي، غوړېدلې مخ او خوښۍ سره ځواب ورکړ او داسی ئې ورته وويل:
زما ګوښه والی او پټوالي له خلکو څخه زما ارزښت ډېر کړی دی، په ځانګړی ډول سره دا زما خړ، زيږ او کلک پوښ چي زه پکښې نغښتې يمه همدا پوښ بې قېمته او بې ساري ارزښت رابښلی دی.
اوس موږ د ګل او ملغلرې ددې خبرو څخه څه لاسته راوړو؟
ګل هغه ښځه ده چي بې ستري او بې حجابي کوي، اوملغره هغه ښځه ده چي په پرده کې ګرځي، ستر او حجاب کوي.
ماخذ: حجاب په اسلام او ساینس کي