لیکنه: عبدالغفار جبیر
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په عمومي ډول سره عسل څلور رنګه لري:
۱: ژړته مایل، ۲: سپین، ۳: توربخن، ۴: بور
خالص عسل لاندې ځانګړتیاوي لري:
۱: عسل خپل ځانته خوشبویي لري او هیڅکله نه بدبویه کيږي.
۲: سپی چي په هره اندازه وږی وي، عسل نه خوري؛ او که یې وخوړل هغه اصلي عسل نه دي.
۳: د ټوکر یوه ټوټه په عسلو کي او بیا اور ته ورواچوۍ، که یې فورا اور واخیستۍ نو خالص عسل دي او که په اور اخیستلو کي ځنډ راغۍ نو خالص عسل نه دي.
۴: په خالصوعسلو کي ګل تر ډېري مودې پوري نه پکښي خرابیږي چي وعسلو ته ورواچول سي.
۵: په یوه ښېښه یي لوښي کي اوبه او عسل سره یو ځای کۍ ، که عسل د اوبو سره یو ځای سول نو خالص عسل نه او که ورسره یو ځای نسول نو خالص عسل دي.
۶: هوږه په عسلو ولړۍ که یې بوی نه وو نو پوه سی چي خالص عسل نه دي.
۷: په یوه مرتبانه کي عسل واچوئ او یوه کورنۍ موچمچۍ هم ور واچوئ ، که دا موچمچۍ د عسلو باوجود والوتل نو خالص دي او که موچمچۍ نسوای کولای چي په دې مرتبانه کي والوزي او وزرونه یې په عسلو کي ډوب سول نو دا خالص عسل نه دي.
۸: پر سپین کاغذ باندي څه عسل کښېږدی ، وکاغذ ته څه حرکت ورکۍ ، که عسل د خپل ځای څخه بل ځای ته ولاړل نو دا خالص عسل دي.
۹: عسل او مالګه سره ګډ کړئ، او بیا وګورئ که عسل نمکين نه وه نو پوه سی چي دا عسل خالص عسل دي.
۱۰: پر یوه کاغذ باندي عسل کښېږدی او د یوه پنسل په واسطه په عسلو کي لیکي وکاږئ ، که عسل سره خپاره نسول نو پوه سی چي دا خالص عسل دي.
۱۱: پر پوستکي باندي چي یو زخم وي، عسل پرکښېږدی ، که ئې ټپ جوړ نه کړ نو پوه سی چي دا خالص عسل نه دي، ځکه خالص عسل زخم ډېر ژرجوړوي.
اړونده لیکنه: