تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د لنګوټې پر ځای پټو تړل
 
  November 23, 2011
  0

پوښتنه: په لمانځه کي يا د لمانځه دباندي پټو تړل د لنګوټې فضيلت لري که نه؟

لومړى پوښتنه : د پوښتني کوونکي نوم: نجيب الله

 جواب: په نني عصر كي چي زموږ او ستاسو په وطن کي د لنګوټې د پاره فاج  یا لنګۍ مروج دي دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي نه وه نو ځكه ضروري نه ده چي د لنګوټې د پاره به خامخا لُنګۍ ، فاج او یا نور مروج ټوکران وي بلکي لنګوټه د هر ډول ټوکر څخه چي د لنګوتې تړلو قابلیت او وړتيا ولري تړل کېدای سي، دا که دسمال وي او یا بل ډول ټوكر وي چي د لنګوټې د تړلو وړ وي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم چي د مکې د فتح په کال و مکې معظمې ته ورداخل سو توره لنګوټه یې تړلې وه، امام مسلم رحمه الله روايت كوي : عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ الْأَنْصَارِيِّ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَخَلَ يَوْمَ فَتْحِ مَكَّةَ وَعَلَيْهِ عِمَامَةٌ سَوْدَاءُ بِغَيْرِ إِحْرَامٍ ژباړه : رسول الله د مكې د فتح په ورځ مكې مكرمې ته بيله احرام څخه ور داخل سو توره لنگوټه يي تړلې وه.

 ښکاره خبره ده چي کومه لنګوټه چي نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  تړلې وه هغه د نن زمانې فاج او لنګۍ نه وه بلکي دهغې زمانې یو ټوکر ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لنګوټې په شکل کار ځیني  اخیستى.یو څه نور به هم په دې اړوند اضافه کړو؛ په عالمګیري کي یې راوړي دي:  نُدِبَ لُبْسِ السَّوَادِ وَإِرْسَالُ ذَنَبِ الْعِمَامَةِ بَيْنَ الْكَتِفَيْنِ إلَى وَسَطِ الظَّهْرِ ، كَذَا فِي الْكَنْزِ .وَاخْتَلَفُوا فِي مِقْدَارِ مَا يَنْبَغِي مِنْ ذَنَبِ الْعِمَامَةِ مِنْهُمْ مَنْ قَدَّرَ بِشِبْرٍ وَمِنْهُمْ مَنْ قَالَ إلَى وَسَطِ الظَّهْرِ وَمِنْهُمْ مَنْ قَالَ إلَى مَوْضِعِ الْجُلُوسِ ، كَذَا فِي الذَّخِيرَةِ .د متن ژباړه : د توري لنگوټې تړل او د لنگوټي شمله شاته د ملا تر نيمايي ايله كول ښه كار دى خو په دې کي د علماؤ کرامو اختلاف دی چي د لنګوټې شمله باید څومره اوږده وي، ځیني وایي چي یوه لوېشت شمله شاته واړوي، ځیني وايي چي د ملا تر نیمایي پوري شمله شاته واړوي او ځیني وايي چي دوني اندازه شمله شاته واړوي، چي کله کښیني نو شمله یې په ځوړند حالت كي تر مځکي ورسیږي. 

د تعلیم الاسلام مجلې د لومړی ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته