د گناهونو د مغفرت او بخښل کېدو اسباب (۳) برخه
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
بسم الله الرحمن الرحيم
۵ : د الله پاک د مخلوق سره ښېگڼه کول :
الله تعالی فرمايي : وَلا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ أَنْ يُؤْتُوا أُولِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ. (النور:۲۲) .
ترجمه : او له تاسو څخه چي څوک د فضيلت او پراخۍ خاوندان دي، هغوی دي دا قسم نه کوي چي خپلوانو، مسکينانو او د الله د لاري د مهاجرو سره به مرسته نه کوي، هغوی دي عفوه او تېرېده وکړي، آيا تاسو دا نه خوښوئ چي الله بخښنه درته وکړي؟ او الله ډېر بخښونکی، مهربان دی!!
دا آيت په دې هکله نازل شوی چي مسطح بن اثاثة رضی الله عنه مسکين، مهاجر او د ابوبکر صديق رضی الله عنه د خاله زوی وو.
ابوبکر صديق رضی الله عنه به صدقه ور کوله، خو کله چي د عائشې صدیقې رضی الله عنها په هکله په تور لگولو کي مسطح هم شريک شو، نو ابوبکر صديق رضی الله عنه قسم وکړ چي زه به په راتلونکي کي دده سره مرسته او ښېگڼه نه کوم.
نو دا آيت نازل شو، بيا ابوبکر صديق رضی الله عنه له خپلي خبري رجوع وکړه.
له دې آيت څخه معلومېږي چي بل چاته د هغه جُرم معافول او د چا سره ښه کول د مغفرت سبب دی.
عَنْ اَبِي هُرَيرَةَ أنَّ رَسُول الله صلى الله عليه وسلم قَالَ : (( بَينَما رَجُلٌ يَمشي بِطَريقٍ اشْتَدَّ عَلَيهِ العَطَشُ ، فَوَجَدَ بِئراً فَنَزَلَ فِيهَا فَشربَ ، ثُمَّ خَرَجَ فإذَا كَلْبٌ يَلْهَثُ يأكُلُ الثَّرَى مِنَ العَطَشِ ، فَقَالَ الرَّجُلُ : لَقَدْ بَلَغَ هَذَا الكَلْبُ مِنَ العَطَشِ مِثلُ الَّذِي كَانَ قَدْ بَلَغَ مِنِّي فَنَزَلَ البِئْرَ فَمَلأَ خُفَّهُ مَاءً ثُمَّ أمْسَكَهُ بفيهِ حَتَّى رَقِيَ ، فَسَقَى الكَلْبَ ، فَشَكَرَ الله لَهُ ، فَغَفَرَ لَهُ . قالوا : يَا رَسُول اللهِ ، إنَّ لَنَا في البَهَائِمِ أَجْراً ؟ فقَالَ :فِي كُلِّ كَبِدٍ رَطْبَةٍ أجْرٌ. (مُتَّفَقٌ عَلَيه، رياض الصالحين ص: ۱۰۸ج:۱)
ابوهريره رضی الله عنه له نبي کریم صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي وئې فرمايل : يو سړی په لار روان وو، (په بل روايت کي دي چي زناکاره ښځه وه) تنده پرې سخته شوه، نو څاه ئې ومونده ،ور کښته شو، اوبه ئې وڅښلې، بيا ترې راووت، ناڅاپه يو سپی دی چي ژبه ئې را ايستلې، لندې خاوري د تندي له امله خوري، سړي وويل:دا سپی له تندي نه هغه اندازې ته رسېدلی دی،کومه چي ما ته رسېدلې وه، نو څاه ته ښکته شو، خپله موزه ئې له اوبو ډکه کړه، بيا يې په خوله کي ونيوله، تر دې چي را پورته شو، سپی ئې اوبه کړ، الله پاک ئې دغه عمل قبول کړ او بخښه ئې ور ته وکړه.
صحابوورضی الله عنهم وفرمايل : اې د الله رسوله! صلی الله عليه وسلم زموږ لپاره په دغو ځناورو کي ثواب شته؟ نبي کریم عليه السلام وفرمايل : په هر لوند ځيگر کي ثواب شته!!
د پام وړ خبره دا ده چي دغي ښځي ته له دې امله بخښنه وشوه چي د سپي سره ئې ښه وکړل، نو څوک چي د انسان بيا په تېره دمسلمان سره ښه کوي او د هغه د کړاوونو د ختمولو لپاره هلي ځلي کوي، نو ده ته به هم ان شاء الله تعالی بخښنه کېږي.
له حضرت حذيفه رضی الله عنه څخه روايت دی، چي ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې : يو سړی مړ شو، نو ور ته وويل شول : تا څه کول؟ ده و ويل : ما د خلگو سره په دنيا کي کاروبار کاوو، نو ما به مالدار ته مهلت ورکاوو (چي کله به مې پور ور باندې شو) او د تنګلاسې سره به مي تخفيف کاوو (تر خپل حق ور تېريدلم) نو (د الله پاک له لوري د دې عمل له امله) بخښه ور ته و شوه. (بخاري ص:۳۲۲ج:۱،مسلم)
نو د خلگو سره ښه کول، د هغوی ضرورتونه ور پوره کول، هغوی ته تکليف نه ور کول دا د مغفرت يو مهم سبب دی، لکه څنگه چي ضرر ور رسول د مغفرت له موانعو څخه دی.
۶:مصيبتونه او کړاوونه :
مسلمان ته چي په ژوندانه کي کوم تکليفونه رسېږي او يا مصيبتونه پرې راځي، په دې سره هم الله پاک انسان ته بخښنه کوي.
عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ : مَا مِنْ مُصِيبَةٍ يُصَابُ بِهَا الْمُسْلِمُ إِلاَّ كُفِّرَ بِهَا عَنْهُ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا. (رواه البخاري ص:۸۴۳ج:۲ومسلم ص:۳۱۸واللفظ له).
له بي بي عائشې رضی الله عنها څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :
مسلمان ته چي کوم مصيبت او غم رسېږي، په دې سره ترې گناوي رژېږي، تر دې چي ازغی ئې په بدن ننوزي (په دې سره ئې هم گناوي رژېږي)!!
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلى الله عليه وسلم:«مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيراً ، يُصِبْ مِنْهُ» (رواه البخاري ص:۸۴۳ج:۲)
ژباړه: له حضرت ابوهريره رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : چا ته چي الله پاک د خير اراده وکړي په مصيبتونو يې اخته کړي!!
څو په دې سره يې له گناهونو پاک کړي او د الله پاک سره د پاکوالي په حال کي ملاقات وکړي.
عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ما يزال البلاء
بالمؤمن والمؤمنة في نفسه وولده وماله حتى يلقى الله وما عليه خطيئة. (رواه الترمذي ص:۶۵ج :۲وقال :هذا حديث حسن صحيح)
له ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د مؤمن او مؤمني سره دده په نفس، اولاد او مال کي تل مصيبتونه وي، تر دې چي د الله پاک سره په داسي حال کي ملاقات وکړي چي گناه پرې نه وي!!
(نوربيا...)
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين