پوښتنه: درواغ ويل او بل څوک په درواغو خطا ايستل د اسلام له نظره څنګه کار دی؟
د پوښتني کوونکي نوم: عبدالمالک عمران.
ځواب: درواغ ویل د کبیرو ګناهونو له جملې څخه دي . امام بخاري رحمة الله علیه د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت كوي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :(آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلَاثٌ إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ ) د حديث ژباړه : د منافق درې نښي دي ،چي خبري كوي درواغ وايي ، چي وعده وكړي وعده نه پوره كوي چي باور پر وسي امانت ورته كښيښول سي خيانت په كښي كوي.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم درواغ ویل د منافق له هغو نښو څخه بللي دي چي په هغو نښو سره منافق پیژندل کیږي، او ښکاره خبره ده چي هر هغه صفت چي د منافق وي د هغه معنی داده چي مؤمنان باید د هغو صفاتو څخه ځان وساتي، ځکه په قرآن کریم او نبوي احادیثو کي چي کوم صفات د منافقینو بلل سوي دي هغه د همدغو صفاتو د غندني او مذمت د پاره ذكر سوي دي څو مسلمانان د همدغو صفاتو څخه ځانونه وژغوري. او د مسلمان ورور خطا ایستل هم ډیره لویه ګناه ده.
امام مسلم رحمة الله عليه د ابوهریره رضی الله تعالی عنه څخه روایت كوي : أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّ عَلَى صُبْرَةِ طَعَامٍ فَأَدْخَلَ يَدَهُ فِيهَا فَنَالَتْ أَصَابِعُهُ بَلَلًا فَقَالَ مَا هَذَا يَا صَاحِبَ الطَّعَامِ قَالَ أَصَابَتْهُ السَّمَاءُ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ أَفَلَا جَعَلْتَهُ فَوْقَ الطَّعَامِ كَيْ يَرَاهُ النَّاسُ مَنْ غَشَّ فَلَيْسَ مِنِّي ژباړه : وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوراکي موادو د رشې يعني خرې سره تېرېدی، د لاس گوتي يي په رشه ننایستلې ګوتي يي لندو خوراكي توكو ته ورسيدې د رشې څښتن ته يي وویل : اې د خوراکې خاونده ! دا څه دي؟ هغه ورته وویل اې د الله رسوله! باران پر سوی دی نبي صلی الله علیه وسلم هغه ته وویل: بیا دي ولي داسي نه کول چي دا کومه رشه چي لنده ده هغه دي راسربیره کړې وای څو خلکو لیدلای چي دا لانده دي دا چي تا لانده لاندي کړي دي او سربیره یې وچ دي دا د مسلمانانو تيرايستل دي، څوک چي نور تیرباسي هغه زما د اُمت څخه نه دى.
لندې اوربسي ، جواري يا غنم لاندي كول او سربيره يي وچ غنم ، وربسي او جواري پر اچول نبي عليه السلام د مسلمانانو تيرايستل بللي دي ځكه چي د لندو غنمو وربشو جوارو وزن دروند وي لانده غنم اوربسي جواري يا نور دا ډول حبوبات د وچو په قيمت نه خرڅيږي. ددې حديث څخه دا ثابته سوه چي د مسلمانانو تير ايستل لويه گناه ده او دومره لويه گناه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه څوک چي نور مسلمانان په معاملو کي خطا باسي زجراً د خپل اُمت څخه ایستلي دي. نو ځكه ناكاره شى د ښه سي په نامه خرڅول جعلي شی د اصلي سي په نامه خرڅول غش او تېر ايستنه ده مومنان بايد د دا ډول ناوړو او منافقانه صفاتو څخه ځانونه ليري وساتي.
موږ او تاسو وینو چي په بازارونو كي ډیر دا ډول شیان خرڅیږي چي په هغو کي د غش او خیانت څخه كار اخيستل کیږي .مثلاً ځني كسان مېوې په کرېټو او سودو کي په دا ډول مهارت اوډي چي رانيونكي پر خوله غورځوي څوك چي د كريټ او سودې د سر و كتار ته وگوري ډېره ښه ميوه او په زړه پوري ميوه ورته ښكاري خو څه مهال چي په كور كي كريټ را چپه كړي لاندي داسي ميوه وي چي هغه بيخي د خوراك هم نه وي .دا غش او تيرايستنه په دواو ، غوښو ، ټوكرانو او هر ډول كاروبار كي په بيلو بيلو شكلونو ليدل كيږي څوك تقلبي سيان په اصلي سيانو خرڅوي څوك په كم وزن او پيمانه شى ورتلي . الله جل جلا له دي هر مسلمان ته دا توفیق ورکړي چي د درواغو او د نورو مسلمانانو د خطاایستلو څخه لاس واخلي.
د تعلیم الاسلام مجلې د لومړی ګڼې څخه