تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خاوند لپاره د ښځي د اصلاح طریقه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 10, 2015
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ددې بیان دا مطلب نه دی چي کله وغواړي پر معمولي او کوچنۍ خبره باندي خوشکه او بد ویل شروع کړې، دا د انسانیت او شرافت څخه خلاف عمل دی.
 
او نه به ‎پر معمولي خبرو پر ښځه بد ګماني کوې بلکي په هوښیارۍ سره به ددې پر حرکاتو باندي نظر کوې که الله مه کړه دغه نظر نه وي نو د لویو خطراتو احتمال سته.
 
۱: د ښځي څخه که یو ناخوښه خبره وسوه چي وتاته يې تکلیف ورسیدی نو په معمولي مخ ګرځیدو سره يي باید خبرداره کړې (پرلپسې باید نصیحت ورته وکړې حتی په کور کي باید یوه درسي حلقه هره شپه جوړه سي د یوه دیني کتاب څخه درس ورته وایایه، په دې سره ان شاءالله ډېره اصلاح راځي).
 
۲: او که په دې سره نه سمېده نو یوه شپه یا درې شپې خپل د پروتي ځای ځیني جلا کړه (النساء:۳۴)، که په دې سره د دواړو په زړونو کي مینه او محبت پیدا سو همدغه قدر کافي دی نور بد ویلو ته ضرورت نسته.
 
۳: د ښځي د وهلو مسئله: او که ستا د پرلپسې نصیحت سره هم دا د خپل غلط حرکت څخه نه راګرځیدل نو د معمولي وهلو اجازه خو سته خو دا وهل خاص شرایط لري، مثال داسي وهل به نه وي چي پر بدن يې داغ جوړ سي، هډوکو یا غوښي ته زیان ورسیږي، او نه به یې پر مخ وهي، بلکي علماء وايي چي په مسواک به يې محضي ټرټي! ځکه مقصد وهل نه دي مقصد تادیب او ادب ورکول دي او دې ته دا پيغام ورکول دي چي نوره ستا بد اخلاقي تر دغه ځایه رارسېدلې ده! 
 
د نوکرانو په شان د میرمني وهل منع دي. په حدیث شریف کي ذکر دي چي څومره عجیبه خبره ده چي نارینه خپله ښځه د ورځي د مینځي په شان وهي او د شپې ددې سره جماع کوي.( مشکوة ۲۸۰ مخ)
 
( لیکن ددې دریمي درجې د سزا استعمالول نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه دي خوښ کړي بلکي فرمايلي يی دي چي ښه او شریف خلګ دا سي نه کوي: وَلَنْ يَضْرِبَ خِيَارُكُمْ. معارف القران)
 
باید دې خبري ته مو هم توجه وي هغه دا چي ښځه د کور په امورو کي پر یو شي خوابدې سي یا که د یوې مطالبي او هیلي د نه پوره کیدو په وجه خوابدې سوه دا طبيعي کار دی، بلکي دا یو ناز او ادا ده په دې کي باید ښځه زیاته ملامته نه سي او نه به يې نارینه دا خبره پر ځان ډیروي.
 
او نارینه باید ددې خبري هم زیات خیال وساتي چي که د ښځي پر یوه خبره درد ورغلی نو ځان به ایله نه پریږدي چي د خولي څخه لاس واخلي او هر څه چي يې وویل بلکي ځان به کنټرولوي باید داسي خبره ځیني ونه سي چي د يو لوی تکلیف باعث وګرځي.
 
رسول الله صل الله علیه وسلم فرمايي: په تاسو کي بهترین شخص هغه دی چي د خپل کوروالا سره ښه سلوک کوي. (مشکوة ۲۸۱مخ)
 
لهذا ددې پر بد خويی صبر کول ډیر ضروري دی او ثواب لري که نارینه ته ډیر درد ورغلی د هغه ځای څخه دي ولاړ سي اعوذ بالله دي ووايي، اوبه دي وڅښي پر کوم حالت چي وي هغه حالت دي بدل کي په حدیث شریف کي راځي چي قوتمند سړی هغه دی چي  د درد په حالت کي پر ځان کنټرول ولري.(مشکوة ۴۳۳مخ)
 
باید د نارینه طبیعت او ژبه په کنټرول کي وي که خدای مه کړه په درد کي دي یوه خبره وکړه ( مثلاً طلاق دي ورکړی) ټوله ژوند به دي بدل سي او ډیر تکلیف به درته پیښ سي بیا بېله افسوس او پښیمانۍ بل څه نه در پاتیږي او د درد په حالت کي یو داسي پریکړه او فیصله کول لکه طلاق د عقلمندۍ او شجاعت څخه خلاف کار د‎ی.
 
۴: د ښځي د اصلاح څلرمه طریقه دا ده چي د ښځي د کورنۍ او ستا د کورنۍ څو هوښیاران مشران سره کښيني او دا موضوع په ګډه حل کړي، دواړه خپلو غلطیو او مسؤلیتونو ته متوجه کړي.
(که ښځه دومره بد اخلاقه وه چي هیڅ ډول اصلاح یې نه کېدل، ژوند نهايي زیات تریخ وو نو) هر وخت چي دي درد لیري سو، تر پوره غور او فکر وروسته، د علماء کرامو، خپلو مخلصو او هوښیارو دوستانو او ملګرو سره مشوره وکړه (استخاره وکړه)، بیا که دي اقدام وکړی ان شاء الله زیات تکلیف به نه وي.
 
 

 

د کتاب د مؤلف توصیه

 

په قران کریم کي الله تعالی فرمایي: وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا. (سورة النساء: ۱۹)
ژباړه: او تاسي له دغو (ښځو) سره په نیکي طریقې سره چلند کوئ (ای خاوندانو)، پس که ستاسي دا ښځي خوښي نه وي نو (صبر وکړئ) ، ښايي چي تاسي به یو شی نه خوښوئ حال دا چي الله به په دې شي کي ډیر خیر ګرځولی وي.
 
حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: اسْتَوْصُوا بِالنِّسَاءِ خَيْرًا. رواه مسلم
د ښځو په حق کي د نیکۍ کولو وصیت (زما څخه) قبول کړئ!
 
د الله لپاره زموږ د هر مؤمن څخه دا غوښتنه ده چي د ذات الهي جل وعلی شانه پورته سپارښتنه او د کونینو د سردار حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره ددې چي (کان متواصل الاحزان) د ډیرو متصلو غمونو سره د ښځو سره د خوشحالۍ او نرمۍ ژوند کړی دی او موږ ته يې سره ددې چي (وَفِيهَا عِوَجٌ. بخاري) چي په ښځه کي کمزوري او کجي سته، د خیر وصیت کړی دی چي ښځو ته به معافي کوئ، د نرمۍ، شفقت او احسان معامله به ورسره کوئ.
 
نو تر هغه بدترین سړی نسته چي د الله رب العزت پورته حکم او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم وصیت رد کړي او د ښځو سره (که کور والا وي او که نوري) ظلم کوي، د پیسو د پاره یې خرڅوي یا یې په بدي کي ورکوي، د حیوانانو په ډول سلوک ورسره کوي او پر دغه مظلوم مخلوق ډول ډول ظلمونه کوي.
 
حضرت شاه ابوالحسن خرقاني رحمه الله د بېکاره ښځي سره تر ښې ګذارې وروسته پر زمري ناست وو او مار يې د چلاخي لپاره په لاس کي وو او دايي فرمایل:
ګر نه صبرم می کشیدم بار زن
کی کشیدی شیر نر بیګار من
 
الله تعالی دي موږ او تاسي ته د ښه ژوند توفیق را نصیب کړي.
 
د تحسین النکاح کتاب څخه د زیاتونو سره، مؤلف: مفتي احمد ګل کندهاري
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ضروري معلومات:
مرکه- کورني اختلافات- د نارینه نیمګړتیاوي
 
وینا: د مسلماني ښځي حیرانونکې وفاداري!
 
بیان- ښځه په نورو مذاهبو او ادیانو کي
 
فتوا: د مېرمني او خاوند یو پر بل حقوق
 
بیان- ښځو ته د خاوند په اړه ځيني خبري
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته