سوال: د ښځو لڅ سر ګرځېدل او د سرغچي کول د اسلام له نظره څه حکم لري؟
سوال کونکي نوم:يوه خورکۍ
ځواب: ښځي بايد لوڅ سر ونه ګرځي بلکي دا ډول پوړني ،چي د سر ورېښتان نه تر معلومیږي پر سر ولري،په جنت کي جنتي بیبیاني هم پوړني پر سر کوي . عن أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم : وَلَوْ أَنَّ امْرَأَةً مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ اطَّلَعَتْ إِلَى أَهْلِ الْأَرْضِ لَأَضَاءَتْ مَا بَيْنَهُمَا وَلَمَلَأَتْهُ رِيحًا وَلَنَصِيفُهَا عَلَى رَأْسِهَا خَيْرٌ مِنْ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا .(بخاري ) ژباړه: امام بخاري رحمة الله عليه د انس رضي الله عنه څخه روایت کوي وايي نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : چي د جنتي ښځو حسن او ښکلا دومره زياته ده که د جنت يوه ښځه و دې نړۍ ته سر را څرګند کړي ټوله نړۍ به په خپله ښکلا روښانه او ځلانده کړي او بدنونه یې دومره معطر او خوشبویه دي چي د دې په خوشبويۍ به ټوله نړۍ خوشبویه او معطره سي او د جنتي ښځي د سر پړونئ دوني ارزښتناکه او قیمتي دى چي تر ټولي دنيا او په دنيا کي چي هرڅه دي تر هغو ټولو د دې پوړنى زيات قیمتي او غوره دى. ددې حدیث څخه معلومه سوه چي په جنت کي چي کومي ښځي دي هغوی ټولي پر خپلو سرونو پړوني لري.
د نورو حیوانانو په پرتله الله جل جلاله د انسانانو سره دا احسان هم کړی دی چي د یخ او ګرمۍ څخه د ساتني ، د بدن د عیبونو د پټولو او د زینت او ښکلا د پاره یي جامې او کالي ورته پیدا کړي دي په جامو انسان ښکلی کیږي او د ښځو د پاره پوړنی د هغوی د جامو لازمي برخه ده ښځه چي څومره زیات ځان په جامو کي پټ ساتي هغوني به د صدف د ملغلري په شان ښکلې او د قدر وړ وي او هم به الله جل جلاله ځيني راضي وي .کومي ښځي چي خپل ټول بدن پوره پټ نه ساتي او یا تنګي جامې اغوندي، چي پر بدن يې نښتي وي او د بدن غړي رغنده تر راوتي وي او یا نازکي جامي اغوندي چي بدن یی ترې معلومېږي او یا یې د سر ورېښتنان غچي کړي وي د اوښ د بوک په شان لنډ ورېښتان ببر سر یې جوړ کړی وي او په مستۍ باندي شوخي شوخي ځي د خلګو پام ځان ته رااړوي دا ډول ښځي رسول صلی الله علیه وسلم جهنمیاني بللي دي .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صِنْفَانِ مِنْ أَهْلِ النَّارِ لَمْ أَرَهُمَا قَوْمٌ مَعَهُمْ سِيَاطٌ كَأَذْنَابِ الْبَقَرِ يَضْرِبُونَ بِهَا النَّاسَ وَنِسَاءٌ كَاسِيَاتٌ عَارِيَاتٌ مُمِيلَاتٌ مَائِلَاتٌ رُءُوسُهُنَّ كَأَسْنِمَةِ الْبُخْتِ الْمَائِلَةِ لَا يَدْخُلْنَ الْجَنَّةَ وَلَا يَجِدْنَ رِيحَهَا وَإِنَّ رِيحَهَا لَيُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ كَذَا وَكَذَا (مسلم ) ژباړه:امام مسلم رحمة الله عليه د ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: زما د اُمت څخه دوې ډلي دي چي هغوی جهنميان دي، او دا دوې ډلي ما تر اوسه نه دي ليدلي يعني تر ما وروسته راتلونکي دي .
یوه ډله یي داسي خلګ دي چي د غوایو د لکیو په شان چلاخي به ور سره وي خلک به په وهي او بله ډله داسي ښځي دي ،چي جامې به يې اغوستي وي ليکن لوڅي به وي دا ډول جامې به يې په تن وي چي بدنونه يې پوره په پټ نه وي یعني ملا، ځیګر،لیڅي او پونډۍ به يې ښکاره وي او يا نازکي جامې به یې اغوستي وي بدنونه به يې تر ښکاره کيږي، د خلکو پام به ځان ته را اړوي او هم به خلکو ته مایلي او هڅونه ورکوي ، سرونه به یي دا ډول وي لکه د بختي (ماري ) اوښانو بوکونه چي يوه اړخ ته کاږه وي ، دا ښځي و جنت ته نه داخلیږي تر داسي اندازې چي د جنت بوۍ لا هم نه سي بو يولای په داسي حال کي چي د جنت خوشبویي په کلنو کلنو واټن کي لیري لا هــــــم تـــر ســــږمو کېـــــږي .
د تعلیم الاسلام مجلې د دريمي ګڼې څخه