لیکنه: ژباړه: حمد الله"حلميار"/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دا ﻳﻮ وړوکی ﻫﻴﻮاد دی، ﭼﻲ ﮐﺎروﻧﻪ په کښي په ټپه ولاړ دي. اﮐﺜﺮه خلک ئې ﭘﻮروړي دﻱ. ﻳﻮه ورځ ﻧﺎڅاﭘﻪ ﻳﻮ ﺳﻴﻼﻧﻲدې ټاﭘﻮ ﺗﻪ راځي. د ﻳﻮ ﻫﻮټل د محاسب يا پيسو اخيستونکي پر مېز د ډﺍﻟﺮو سلګون ږدﻱ او په خپله ﭘﻮرﺗﻪ خېږي؛ ﺗﺮ څو د ﺧﭙﻠﻲ ﺧﻮښي ﺍﻃﺎق ځان ته وګوري.
د ﻫﻮټل ﻣﺤﺎﺳﺐ ﻟﻪ ﻣﻮقع ګټه ﺍﺧﻠﻲ او ﭘﻪ منډه دا ﺳﻞ ډﺍﻟﺮه نږدې ﻗﺼﺎب ته ور وړي؛ ﭼﻲ ﺧﭙﻞ ﭘﻮر ور اداء کړﻱ. ﻗﺼﺎب د ډاﻟﺮو ﭘﻪ ﻟﻴﺪﻟﻮ ﺳﺨﺖ ﺧﻮﺷحال کېږي او ﭘﻪ منډه د ﭘﺴﻮﻧﻮ دګنج پر ﻟﻮر ځي او د ﭘﺴﻮﻧﻮ تجار ﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﭘﻮر ور رﺳﻮﻱ.
تجار ﭘﺮ سړک ولاړ ﻣﻮټروان ﺗﻪ ﭘﻪ ﻻس ﺍﺷﺎره ﮐﻮﻱ. دﻏﻪ ﻣﻮټروان په خپل ﺑﺎر وړوﻧﮑﻲ ﻣﻮټر ﮐﻲ د تجار ﭘﺴﻮﻧﻪ ﻟﻪ ګاونډي ﻫﻴﻮاد څخه راوړي وو. تجار د ډﺍﻟﺮو سلګون ﻣﻮټر وان ته ورﮐﻮﻱ؛ موټروان ژر د هوټل پر لور روانېږي (ﮐوم هوټل ته چي سيلاني راغلی و) او د هوټل محاسب ته د هغه پور ورکوي (کوم چي تېره شپه ئې د ځان د ﻫﻮسايني ﻟﭙﺎره دلته اطاق کرايه کړی و). د سيلاني سل ډالره بيرته هغه مېز ته را ورسېدل.په دغه حال کي سيلاني بيرته راغلی او خپل سلګون يې واخيست؛ ځکه د ﻫﻮټل ﺍﻃﺎﻗﻮﻧﻪ ئې نه وو خوښ سوي.
په دﯤ ورځ د دې غريب هيواد وګړو هيڅ هم نه دي ګټلي؛ خو خپل قرضونه ئې ټول اداء کړل. د امريکا متحده ايالات د نړۍ اقتصادونه دغه ډول اداره کوي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۷ ګڼه